د القاعدې د نوي مشري په هکله د ملګرو ملتونو ارزونې

د القاعدې د نوي مشري په هکله د ملګرو ملتونو ارزونې
د القاعدې د نوي مشري په هکله د ملګرو ملتونو ارزونې

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي د دغه سازمان غړي غالباً په دې باور دي چې القاعده شبکې، سیف العدل د خپل نوي رهبر په توګه ګومارلی دی. العدل د بن لادن امنيتي مسئول او د سپتمبر ېولسمې بریدونو کې ښکيل کس بلل شوی دی.

 که څه هم د کارپوهانو د یو پلاوي په رپوټ کې چې د دوشنبې په ورځ په امنیت شورا کې پرې بحثونه وشو، راغلي دي چې داسې کوم اعلان نه دی شوی چې سیف العدل دې د القاعده شبکې د وژل شوي رهبر، ایمن الظواهري د ځایناستي په توګه ګومارل شوی وي. خو دا ېې ويلي دي چې «د نومبر او دسمبر میاشتو په بحثونو کې د ملګرو ملتونو سازمان ډېر غړي په دې نظر ول چې سیف العدل په باالفعله او د شبکې د بې رقیبه رهبر په توګه فعاليت کوي.»

د القاعدې مخکینی رهبر ایمن الظواهري تېرکال په کابل کې د امریکايي ډرون په یو برید کې ووژل شو.

دا چې د هغه تر وژنې وروسته، تر اوسه ولې د القاعده شبکې د نوی رهبر په توګه د سیف العدل اعلان نه دی شوی، په هکله ېې متفاوتې ارزونې موجودې دي.

کارپوهان وايي ځينې هیوادونه په کابل کې د الظواهري موجوديت د افغان حکومت لپاره چې د مشروعيت په لټه کې دي شرمناکه بولي، او دا چې«القاعدې هم دا غوره ګڼلې چې د الظواهري د مرګ په منلو سره دغه موضوع لا پسې لانجمنه نه کړي.»

رپوټ کې زیاته شوې چې «له دې ټولو سره سره، اکثرو داسې تشخیص کړې چې یو کلیدي فکتور د ایران په اسلامي جمهوريت کې د سیف العدل دوامداره حضور دی کوم چې د القاعده شبکې له پاره ېې سختې عقېدوي او عملیاتي پوښتنې راولاړې کړي دي.»

د اسوشېتيد پریس د رپوټ پر اساس، سیف العدل تر څنګ د دې چې د القاعده شبکې د رهبر، اسامه بن لادن امنيتي مسئول وو په امریکا کې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر ۱۱مې تروریستي بریدونو کې ېې یو شمیر ښکيلو الوتکو تښتونکو ته روزنه هم ورکړې وه.

پلاوي ويلي دي چې په مصر کې زېږيدلی سیف العدل، د ۲۰۰۱م کال له جنوري راهیسې د ملګرو ملتونو سازمان په تورلیست کې د محمد صلاح الدین عبدالحلیم زیدان په نوم شامل دی.

هغه په دغه لیست کې د محمد عاطف تر مړېنې وروسته د القاعدې شبکې د پوځي قوماندان په توګه توصیف شوی دی. عاطف د اسامه بن لادن له تر ټولو نژدې همکارانو څخه وو چې پر امریکا د ۲۰۰۱م کال د نومبر میاشتې په یوه برید کې ووژل شو.

ملګري ملتونه وايي العدل همدارنګه وسله والو یاغیانو ته د چاوديدونکو موادو د کارونې روزنې ورکړي دي.

دغه سازمان زياتوي هغو سوماليايي جنګیالیو ته هم العدل روزنې ورکړې وې کوم چې په ۱۹۹۳م کال کې ېې د سومالیا په موګاديشو کې ۱۸ امریکايي عسکر ووژل.

سیف العدل د امریکايي چارواکو له خوا په ۱۹۹۸م کال کې د تانزانیا په دارالسلام، او د کنیا په نایروبي کې د امريکا پر سفارتونو د بمي چاودنو په تړاو تر تعقیب لاندې دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د القاعدې د نوي مشري په هکله د ملګرو ملتونو ارزونې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*