
د امام ابوحنیفه نندارتون په درشل کې کابل ته د بهرنیو سوداګریزو پلاوو راتګ
د امام ابوحنیفه د پنځم ملي او نړیوال نندارتون د جوړېدو په درشل کې، د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د مشر محمود سیادت په مشرۍ د ایران ۱۸۰ کسیز سوداګریز پلاوی کابل ته راغلی دی.
په دغه پلاوي کې سوداګر، پانګهوال او اقتصادي فعالان شامل دي. ټاکل شوې چې د پلاوي غړي د امام ابوحنیفه په نندارتون کې ګډون وکړي او له افغان سوداګرو او اقتصادي فعالانو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ګډې پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د زیاتېدو په اړه خبرې وکړي.
د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې مشر کمالالدین توحید طلوعنیوز ته ویلي: «موږ وتوانېدو چې د افغانستان او ایران او د ایران او افغانستان د ګډو سوداګریزو خونو په همکارۍ، د ایران د اسلامي جمهوریت د سوداګرو او اقتصادي فعالانو تر ټولو لوی پلاوی په دې ستره اقتصادي غونډه او د نندارتون په پرانیسته کې د ګډون لپاره کابل ته راولو.»
ورته مهال، ټاکل شوې چې د ترکمنستان، اوزبیکستان، قرغیزستان، روسیې، هند او قزاقستان سوداګریز پلاوي هم په دغه نندارتون کې د ګډون او غرفو اخیستو لپاره افغانستان ته راشي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، ټاکل شوې چې د امریکا یو پلاوی هم په دغه نندارتون کې ګډون وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکي سیر قریشي ویلي: «د ګډون کوونکو پلاوو، په ځانګړې توګه د افغان پلاوو ترمنځ مخامخ لیدنې کولی شي د پېرودونکو، بازارونو او سوداګریزو شریکانو د موندلو زمینه برابره کړي. دا بهیر کولی شي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د خلکو د پېرلو ځواک په زیاتولو کې هم مرسته وکړي؛ خو د دې نندارتون بریا هغه مهال عملي کېدای شي چې د پلاوو ګډون او لیدنې په پای کې پر سوداګریزو تفاهمونو او هوکړو بدلې شي.»
بلخوا، د ایران د اسلامي شورا یو پلاوی چې پرون کابل ته راغلی، د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره د صنعتي او اقتصادي همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې تر ۱۰ میلیارد ډالرو د لوړولو په اړه خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند محمداصف الیاس ویلي: «په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډو صنعتي پروګرامونو، د افغانستان په خاوره کې د ځانګړي صنعتي پارک د جوړولو، د چابهار بندر له لارې د همکاریو د پراختیا، د نفتي موادو د تصفیې د فابریکې د جوړولو او د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي په پام کې نیولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې تر ۱۰ میلیارد ډالرو د لوړولو په اړه بحث او خبرې وکړې.»
ټاکل شوې چې د امام ابوحنیفه پنځم ملي او نړیوال نندارتون د بېلابېلو هېوادونو د سوداګریزو پلاوو په ګډون له سبا (چهارشنبې) څخه د اوو ورځو لپاره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لهخوا په کابل کې جوړ شي.
لومړی نظر وکړئ on "د امام ابوحنیفه نندارتون په درشل کې کابل ته د بهرنیو سوداګریزو پلاوو راتګ"