
د اوبو او انرژۍ وزارت: په تېرو پنځو کلونو کې ۱۵۰ کوچني بندونه جوړ شوي
د اوبو د سرچینو مدیریت او له هغو څخه اغېزناکه ګټه اخیستنه د افغانستان له بنسټیزو اړتیاوو څخه شمېرل کېږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې په تېرو پنځو کلونو کې د ۴۶۶ اعشاریه ۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۵۰ کوچني بندونه (چکډیمونه) جوړ شوي دي.
د دغو بندونو د جوړولو موخه د ځمکې لاندې اوبو بېرته تغذیه، د سطحي اوبو مهارول، له وچکالۍ سره مبارزه، د سېلابونو مخنیوی او د انرژۍ تولید بلل شوي دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیعالله عابد په دې اړه وایي: «په تېرو پنځو کلونو کې د ۴۶۶ اعشاریه ۶ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت ۱۵۰ چکډیمونه جوړ شوي دي. د دغو چکډیمونو د جوړولو موخه د ځمکې لاندې اوبو تغذیه، د سطحي اوبو مهارول، له وچکالۍ سره مبارزه او د سېلابونو مخنیوی دی.»
د دغه وزارت په وینا، جوړ شوي کوچني بندونه د ۷ زره او ۳۰۹ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو زمینه برابروي.
د اوبو او انرژۍ وزارت همداراز د پنځو لویو بندونو د جوړولو او پراختیا خبر ورکوي، چې په کابل کې د شاهوعروس بند، په زابل کې د عمري بند، په هرات کې د پاشدان بند، په نیمروز کې د کمالخان بند او په فراه کې د بخشآباد بند پکې شامل دي.
دغه پروژې د هېواد د اوبو د سرچینو په مدیریت او له اوبو څخه په ګټه اخیستنه کې مهم رول لري.
د اوبو د مدیریت کارپوه طاهر مومندزی په دې باور دی: «د افغانستان څلورګونې حوزې هره یوه خپلې ځانګړتیاوې لري او د همدې ځانګړتیاوو پر بنسټ یې اوبه د کرنې او انرژۍ د تولید لپاره کارول کېږي. د بېلګې په توګه، د کونړ سیند له اوبو څخه د برېښنا د تولید او کرنې لپاره ګټه اخیستلی شو.»
په همدې حال کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هم د اوبو د سرچینو پر مدیریت او په کرنیزه برخه کې له هغو څخه پر اغېزناکې ګټې اخیستنې ټینګار کوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند شېر محمد حاتمي په دې اړه وایي: «دا چې افغانستان د کرنیزو اوبو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دغو ستونزو د اغېزو د کمولو، د اوبو د مدیریت او په کرنه کې له اوبو څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره د چکډیمونو جوړول په پام کې لري.»
د قوشتېپې کانال هم د هېواد د اوبو له مهمو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د بېلابېلو برخو په بشپړېدو سره یې د زرګونو هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو زمینه برابره شوې ده.
د دغو پروژو ترڅنګ، د کونړ سیند د اوبو مدیریت هم تل د خلکو له غوښتنو څخه و.
د دغه سیند له اوبو څخه اغېزناکه ګټه اخیستنه کولای شي د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د برېښنا د تولید په برخو کې مهم رول ولوبوي.
لومړی نظر وکړئ on "د اوبو او انرژۍ وزارت: په تېرو پنځو کلونو کې ۱۵۰ کوچني بندونه جوړ شوي"