
د کابل موټر چلوونکي د تېلو د لوړو بيو څخه شکايت کوي
په کابل کې یو شمېر موټر چلوونکي یو ځل بیا د تېلو د لوړې بیې په اړه شکایت کوي.
دوی وايي چې سره له دې چې په تیرو دوو اونیو کې د پټرول او ډیزل په بیه کې یو څه کمښت راغلی، د پټرولیم محصولاتو بیه لاهم لوړه ده.
د شته معلوماتو له مخې، په دې موده کې د یو لیټر پټرول بیه درې افغانۍ او د یو لیټر ډیزل بیه دوه افغانۍ راټیټه شوې ده؛ خو د مایع پټرولیم ګاز بیه یوه افغانۍ لوړه شوې ده.
موټر چلوونکي وايي چې دا بدلونونه لا تر اوسه نه دي توانیدلي چې پر دوی د پټرولیم لګښتونو فشار کم کړي.
یو موټر چلوونکي، زالګي په دې اړه وویل: “که حکومت دې موضوع ته پام وکړي، موږ کار کولی شو؛ خو کله چې موږ له یو پیرودونکي څخه ۲۰۰ افغانۍ اخلو، هغه موږ ته وايي چې تاسو ظالم یاست، پداسې حال کې چې د تیلو او ګاز بیه ډیره لوړه ده.”
وزیر احمد، یو بل موټر چلوونکي په دې اړه زیاته کړه: “زموږ غوښتنه له اسلامي امارت څخه دا ده چې نرخونه کنټرول کړي؛ کله چې نرخونه لس افغانۍ لوړ شي، نو باید په ورته اندازه کم شي، نه یوازې دوه افغانۍ.”
اوس مهال، د یو لیتر پټرول بیه ۸۶ افغانۍ، د یو لیتر ډیزل بیه ۷۷ افغانۍ، او د یو کیلو ګیلاس بیه ۶۵ افغانۍ ده.
موټر چلوونکي او ښاریان له حکومت او اړوندو ادارو څخه غواړي چې د پټرولیم محصولاتو د بیې د لا کمولو لپاره اقدام وکړي.
د کابل یو اوسیدونکی عبدالامین وویل: “د ټولو خامو موادو بیه لوړه شوې او دوی یې د پټرولیم محصولاتو د بیې د لوړوالي لامل بولي؛ ځکه چې د سونګ توکو او ګازو د بیې د لوړوالي سره، د بار وړلو او ترانسپورت لګښتونه هم لوړیږي.”
په ورته وخت کې، د افغانستان د تیلو او ګازو اتحادیه ډاډ ورکوي چې په هیواد کې د تیلو او ګازو په رسولو کې به هیڅ ډول خنډ نه وي.
د اتحادیې د مرستیال په وینا، سوداګرو د پټرولیم محصولاتو د پیرودلو لپاره قراردادونه لاسلیک کړي او هیله ده چې په راتلونکو اونیو کې د تیلو بیه هم راټیټه شي.
د اتحادیې مرستیال فیض احمد خفي زیاته کړه: “اوس مهال، د هیواد سوداګرو د تیلو د پیرود په سکتور کې د سوداګرۍ خونو کې ډیری قراردادونه ثبت کړي او تیل یې هم اخیستي دي. موږ هیله لرو چې په راتلونکو اونیو کې به د تیلو او ګازو بیه په بازار کې د اوسني نرخ څخه راټیټه شي.”
په نړیوالو بازارونو کې د تیلو د محصولاتو په بیه کې بدلون او د وارداتو لګښتونه د هغو عواملو څخه دي چې په افغانستان کې د تیلو د محصولاتو په بیه اغیزه کوي؛ ځکه چې په نړیوالو بازارونو کې د خامو تیلو د یو بیرل بیه اوس $106 ته رسیدلې ده.
لومړی نظر وکړئ on "د کابل موټر چلوونکي د تېلو د لوړو بيو څخه شکايت کوي"