د ایران ولسمشر، رییسي د چورلکې د نسکورېدو پېښه کې ژوند بایلود

د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي له خپل مل پلاوي سره یو ځای، د یوې چورلکې د نسکورېدو په پېښه کې مړ شوی دی.

تېره ورځ (یکشنبه، غويي ۳۰) د ښاغلي رییسي چورلکه د ختیځ اذربایجان د اوزي کلي ته څېرمه د ارسباران په ځنګلونو کې نسکوره شوې ده.

.د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیر عبداللهیان، ایت الله اا هاشم د تبریز د جمعې ورځې امام او د ختیځ اذربایجان والي هم په دغه چورلکه کې سپاره وو

روسیې او ترکیې له پېښې وروسته د ښاغلي رییسي د ژغورنې په موخه سیمې ته خپل مرستندویه ځواکونه واستول څو ښاغلی رییسي، وژغوري چې دغو عملیاتو هم ۱۰ ساعته دوام وکړ.

ایراني رسنیو راپور ورکړ چې د ایران د ولسمشر، ابراهیم رییسي له مړینې وروسته به لومړی مرستیال، محمد مخبر د مشرتابه د هوکړې پر بنسټ، د هغه (ابراهیم رییسي) واکونه او مسوولیتونه پر غاړه واخلي.

دغو رسنیو لیکلي، ښاغلی مخبر به د ایران د اساسي قانون د ۱۳۱مې مادې لمخې د دغه هېواد د اجرايي چارو مسوول وټاکل شي.

تر دې مخکې د ایران د لومړي ولسمشر ابوالحسن بني صدر چورلکه د ۱۳۵۹ کال د زمري پر ۲۴ مه د کرمانشاه له سرحدي سیمو د کتنې پر مهال د اسلام اباد لوېدیځ ته څېرمه نسکوره شوه. خو سپرلۍ یې ژوندۍ پاتې شوه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ایران ولسمشر، رییسي د چورلکې د نسکورېدو پېښه کې ژوند بایلود"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*