د بانکونو ټولنه: د هېواد بانکونو کې د خلکو سپما ډېره شوې

💬0

د بانکونو ټولنه: د هېواد بانکونو کې د خلکو سپما ډېره شوې

د افغانستان د خصوصي بانکونو ټولنه وایي، په تېر یوه کال کې د هېواد په بانکونو کې د خلکو سپما شوې پیسې زیاته شوې ده.

د دغې ټولنې د شمېرو له مخې، اوس مهال د هېواد په بانکونو کې د خلکو د سپما کچه نږدې درې میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

د افغانستان د بانکونو ټولنې رییس نجیب‌الله امیري وایي، د خلکو د سپما زیاتوالی د هېواد پر بانکي نظام د خلکو د باور د ډېرېدو څرګندونه کوي.

نجیب‌الله امیري وویل: «هغه اوازې چې د بانکونو د سقوط په اړه موجودې وې، الحمدلله نن وضعیت برعکس دی او د هېواد پر بانکي نظام د خلکو باور مخ په زیاتېدو دی. زموږ ګرانو هېوادوالو ته د نورو هېوادونو په څېر معیاري خدمتونه وړاندې کېږي او د لا ښه‌والي لپاره یې هڅې هم روانې دي.»

په ورته وخت کې، د افغانستان بانک هم په هېواد کې د بانکي خدمتونو د ښه‌والي لپاره د هڅو خبر ورکوي.

د افغانستان بانک ویاند وایي، دغه بانک په دوامداره توګه بانکي خدمتونه څاري او له هېوادوالو غواړي چې د خپلو پیسو د خوندي ساتلو او مالي راکړې ورکړې لپاره له بانکي نظام څخه کار واخلي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري وویل: «د افغانستان بانک وخت ناوخت له سوداګریزو بانکونو سره غونډې کوي او له هغوی غوښتل کېږي چې هېوادوالو ته د ښو بانکي خدمتونو زمینه برابره کړي. اوس په دې برخه کې ښې اسانتیاوې او پرمختګونه لرو او له هېوادوالو هم غواړو چې په دې برخه کې همکاري وکړي.»

خو خصوصي سکټور او پانګه‌وال وایي، پر بانکونو د خلکو د باور د زیاتېدو لپاره د معیاري خدمتونو وړاندې کول، د بانکي بهیرونو اسانه کول او د پانګونې لپاره د لا ډېرو فرصتونو رامنځته کول اړین دي.

هغوی له بانکونو غواړي چې خپل خدمتونه مشتریانو ته په اسانه، چټکه او لږ لګښت وړاندې کړي.

د کرنې او مالدارۍ خونې د نړیوالو اړیکو رییس امید حیدري وویل: «مشتریانو ته دې خدمتونه زیات شي، د انلاین تادیاتو لپاره دې اسانه شرایط برابر شي. د بانکي حسابونو میاشتنی فیس لوړ دی او باید دې برخې ته پاملرنه وشي.»

د افغانستان د بانکونو ټولنې د شمېرو له مخې، اوس مهال په ټول هېواد کې ۱۲ خصوصي بانکونه او د افغانستان بانک فعالیت کوي.

په بانکونو کې د خلکو سپما په داسې حال کې زیاتېږي چې د افغانستان بانکي نظام په وروستیو کلونو کې له مالي محدودیتونو، د اقتصادي فعالیتونو له کمښت او د عامه باور له ټیټې کچې په ګډون له یو شمېر ننګونو سره مخ و.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د بانکونو ټولنه: د هېواد بانکونو کې د خلکو سپما ډېره شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*