د ترکيې ولسمشر د تلويزيوني خپرونې پر مهال ناروغ او ټاکنيز کمپاین يې لغوه کړ

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د يوه داسې فعاليت پر مهال چې پر ټلويزيون په ژوندۍ بڼه خپرېده له ناروغېدو وروسته، دویمه ورځ د خپلې ټاکنيزې مبارزې بشپړ پلان لغوه کړی دی.

د رجب طيب د ګوند چارواکو ويلي دي د معدې په ناروغۍ اخته شوی، او دا ادعاوې یې رد کړې چې ګنې جدي ناروغ شوی دی.

له ترکیې بهر پر ټولنيزو رسنيو داسې ګنګوسې خپرې شوې چې پر ښاغلی اردوغان د زړه حمله راغلې خو د ښاغلي اردوغان اړیکو مشر فخرالدین التون په ټولنیزو رسنیو کې د ولسمشر د روغتیا په اړه “په کلکه توګه دا ډول بې اساسه ادعاګانې رد کړې”.

دريو اوونيو کې ترکيه کې مهمې پارلماني او ولسمشريزې ټاکنې کېږي.

لږ وړاندې ښاغلي اردوغان په يوه ټويټ کې وويل چې د ډاکټرانو سپارښتنې له مخې د ارام لپاره کور کې پاتې کېږي.

ښاغلی اردوګان چې ۶۹ کلن دی تر اوسه له خپل تر ټولو سخت ټاکنیز کمپاین سره مخ دی.

د اپوزیسیون اصلي مشر کمال قلیچدار اوغلو د شپږو سیاسي ګوندونو د یوې ډلې په مشرۍ کانديد شوی دی.

نوموړی د یو شمېر اپوزیسیون مشرانو څخه و چې ولسمشر ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه.

د وروستيو ټولپوښتنو له مخې د رجب طیب اردوغان او کمال قليچدار اوغلو تر منځ سيالي ډېر نژدې ده.

ښاغلي قلیچدار اوغلو او متحدینو یې ژمنه کړې چې ترکیه کې به پارلماني نظام بېرته راولي.

ولسمشر اردوغان د چهارشنبې په ورځ په اناتوليا کې درې غونډې لغوه کړې او ويل چې ډاکترانو ورته د استراحت او په کور کې د پاتې کېدو مشوره ورکړې ده. د پنجشنبې په ورځ يې هم د اټومي بټۍ د پرانيستې مراسم او غونډې لغوه کړې.

د ترکيې

دغه بټۍ د روسيې د روستم شرکت ملکيت دی چې جوړولو یې څو کاله وخت ونيو اوس به یې په پرانيسته کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتين او رجب طیب اردوغان د انلاين له لارې ګډون کوي.

ښاغلی اردوغان له تېرو ۲۱ کلونو راهیسې په واک کې دی او تر دې مخکې هم په ۲۰۱۶ کال کې د یوې ژوندۍ ټلویزیوني مرکې پر مهال ناروغ شوی و.

په پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو کې رایه اچونه د مې په ۱۴مه ترسره کېږي. که د ولسمشرۍ کوم نوماند تر نیمايي زیاتې رایې ونه ګټي، دوه اوونۍ وروسته به د ټاکنو دویم پړاو ترسره کېږي.

په بهر کې د درې اعشاریه درې میلیونو ترکي وګړو لپاره د رایې ورکولو بهير چې د مې تر ۹ نېټې به دوام وکړي پيل شوی دی.

د جرمني په ټولو ۱۶ ایالتونو کې شاوخوا ۱،۵ میلیونه ترکي اتباع د رایې ورکولو حق لري. په فرانسه، هالنډ او بلجیم کې هم ګڼ ترکي وګړي ژوند کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ترکيې ولسمشر د تلويزيوني خپرونې پر مهال ناروغ او ټاکنيز کمپاین يې لغوه کړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*