د تورخم بندر د نه پرانیستل کېدو په غبرګون کې د هېوادوالو لاریون

د تورخم بندر د تړل پاتې کېدو په دوام د ننګرهار يو شمېر سوداګرو او اوسېدونکو د تورخم بندر ته څېرمه لاريون وکړ

دغو لاریون کوونکو د پاکستان حکومت تورن کړ چې هر کال د افغانستان د کرنيزو محصولاتو د حاصلاتو په موسم کې دغه لار بندوي.

هغوی د دواړو هېوادونو له حکومتونو وغوښتل چې سیاسي مسایل له ډیپلوماتیکو لارو حل او د دواړو هېوادونو سوداګرو او اوسېدونکو ته زیان ونه رسوي.

سوداګر وحیدالله وویل:«دا زموږ د مېوې او سبزۍ سیزن (موسم) چې راشي ته لاره هم بندوې، ستونزې هم جوړوې، زموږ پر پوستو برید هم کوئ ولې؟ د دغه غریب ولس او د دغه غریب وطن د مظلومو ننګرهاریانو ازار مه اخلئ، خدای او قران ته وګورئ دا لار خوشې کړه.»

ننګرهار کې د ازاد ټرانسپوټ ټولنې رییس فرمان ګل شینواری وايي:«د دولتونو ترمنځ چې کومې ستونزې دي هغه تاسې چې له هرې لارې حل کوئ موږ په هغې کې کومه ستونزه نه‌لرو، د خدای په خاطر دغه ټرانسپورټ مه ځوروئ او ټرانسپورټ ته دغه ستونزې مه رامنځته کوئ.»

د تېر حکومت د ولسي جرګې غړی فریدون خان مومند هم څرګندوي:«موږ هغوی ته وړاندیز دا دی او غوښتنه مو ترې دا ده چې دا لاره دې ازاده کړي او دغه خلک چې په دغو دواړو خواوو کې له ستونزو سره مخ دي، د دوی ستونزې دې حل کړي.»

بل خوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ څرګندونې د حیرانتیا وړ بللي او ادعا یې کړې چې اسلامي امارت د پاکستان په خاوره کې امنیتي پوسته جوړوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپرپاڼه کې راغلي:«پاکستان په خپله خاوره کې د افغانستان د سرپرست حکومت لخوا د هر ډول ودانیزو چارو دوام نه شي زغملای، ځکه چي دغه ودانیزې چارې زموږ د هېواد د حاکمیت نقض دی. د روان کال د سپټمبر په شپږمه، په سولیز ډول د مسئلې د حل کېدو پرځای افغان ځواکونو د قاعدې پر خلاف، د پاکستان پر امنیتي پوستو ډزې وکړې چې د تورخم بندر دواړو غاړو ته یې افغان او پاکستاني ملکي وګړي له خطر سره مخ کړي دي.»

بل پلو، د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس وایي، چې د تورخم لارې د تړل کېدو له امله په وروستیو شپږو ورځو کې دواړو لورو ته شاوخوا یو مېلیون ډالره زیان رسېدلی دی.

د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس خانجان الکوزی وايي:«داسې اټکل کېږي چې دم‌ګړۍ افغانستان او پاکستان ته څه باندې یو مېلیون ډالره زیان رسېدلی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې پرون (یکشنبې) ناوخته د دواړو لورو د پلاوو تر منځ خبرې وشوې، چې بالاخره بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د تورخم بندر د نه پرانیستل کېدو په غبرګون کې د هېوادوالو لاریون"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*