
پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ ـ راتګ پروړاندې تړلې ده.
د تورخم کميسار، عبدالجبار حکمت وايي، پاکستاني لوري دا دروازه تېره شپه وروسته له هغه وتړله چې د اسلامي امارت ځواکونه د کرښې دې غاړې ته د تاسیساتو پر جوړولو بوخت وو.
د تورخم کمیسار، عبدالجبار حکمت وايي: (موږ چې تاسیسات جوړوو نو دوی لاره بنده کړي، دوی چې تاسیسات جوړوي موږ ورته وایو چې تاسې تاسیسات جوړوئ او مونږه نه پریږدئ؛ نو تاسې هم مه جوړوئ.)
د تورخم دروازه چې وخت ناوخت د پاکستان له لوري د هر ډول تګ ـ راتګ پر وړاندې تړل کېږي، تېره شپه هم شااوخوا لس بجې د پاکستاني مسوولینو له لوري وتړل شوه چې د کرښې هغې غاړې جنازې او بېړني ناروغان بند پاتې شوي دي.
ناروغ لرونکی، نور الحق په دې اړه وايي: (زموږ یو ناروغ دلته دی هغې ته هم اجازه نه ورکول کېږي، چې خیبر پښتونخوا ته واوړي او یو بل ناروغ مو مړ شوی دی د هغه جسد ته هم پاکستان اجازه نه ورکوي، پرون راهیسې دا دروازه بنده ده زمونږ ګاونډیان، ورونه،عقربه دلته راغلې ده تر څو مړی ترلاسه کړي.)
یو بل مسافر، عبدالله هم وايي: (سهار شاخوا اته نیمې بجې به وې چې مونږ تورخم ته راورسېدلو موږ سره ناوې ده اخوا د زوم کورنۍ ولاړه ده او دلته ورته موږ ولاړ یو؛ خو دروازه بنده ده.)
په همدې حال ځینې مسافر د خبرو له لارې په بېړني ددغې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
نعمان هم چې یو مسافر دی وايي: ( زما خپله نن ویزه ختمېږي، که زه سبا پاکستان ته ځم نو ماته به مشکلات جوړېږي، دلته ناروغان دي نور مسافرین دي ټولو ته دا یوه لویه ستونزه ده، مونږ ټول یو خلک یو،ټول پښتانه یو، موږ له حکومته غوښتنه کوو چې دا شته ستونزې دې د خبرو له لارې حل کړي.)
د پښتونخوا اوسېدونکی، انور خان بیا وايي: ( زموږ دا غوښتنه ده چې خپلو کې سره کېني، دلته ماشومان او مېرمنې دي ډېر په ستونزو کې یو، دا خلک باید دوی ته د تګ اجازه ورکړي.)
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني نظامیانو ترمنځ د نښتو له امله د تورخم دروازې سربېره د خوست غلام خان او د پکتیا د خرلاچي دروازې هم د تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې وې.
لومړی نظر وکړئ on "د تورخم دروازې تړل کېدو مسافر لا نور سرګردانه کړي"