د تورخم دروزاه له پنځو ورځو بندېدو وروسته ‘بیرته پرانیستل شوې’

د تورخم دروزاه له پنځو ورځو بندېدو وروسته 'بیرته پرانیستل شوې'
د تورخم دروزاه له پنځو ورځو بندېدو وروسته ‘بیرته پرانیستل شوې’

د ننګرهار په ولایت کی د حکومت چارواکي وايي چې د تورخم دروازه یې له پنځو ورځو بندیدو وروسته بېرته د خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستله.

د ننګرهار ولایت والي ویاند قاضي عادل امریکا غږ ته وویل، چې دا لار د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۳ (کب څلورم) بیرته پرانیستل شوې ده.

په ننګرهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نورمحمد حنیف خبریالانو ته په یو پیغام کې ویلي، چې د مسافرو او موټرو تګ راتګ پیل شوی دی.

ښاغلي حنیف ویلي، چې ددغې لارې د بندیدو وروسته په سلګونو کسان دواړو خواو ته بند پاتې وو. خو په سیمه کې ځینو مسافرو امریکا غږ ته وویل که څه هم سرحد بیرته پرانیستل شوی، خو تر غرمې مهال پرې د مسافرو او لاریو تګ راتګ نه دی پیل شوی.

د دروازې د تړلو زیانونه

د حکومت سیمه ییزو چارواکو د فبرورۍ په ۱۹ مه د تورخم دروزاه وتړله او د تړلو څو ساعته وروسته په دغه سیمه کې د افغان حکومت او د پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه هم وشوه، چې د عیني شاهدانو د وینا لږ ترلږه یې یو ساعت دوام یې وکړ. په دې جګړه کې د پیښ شوي زیان په اړه دواړو خواو څه نه دي ویلي.

د لارې د بندیدو وروسته یو پاکستاني چارواکي د فرانسې خبري اژانس فرانس پریس ته ویلي و، چې دا لار هغه مهال بنده شوه، چې پاکستاني سرحدي ساتوونکو یو افغان مسافر چې د یو ناروغ سره و دغه هیواد ته د ننوتلو څخه منع کړ.

همداشان په تورخم کې د افغان کمیشنر محمد صادق خبریالانو ته ویلي و، چې دا لار یې ددې لپاره تړلې ده ، چې پاکستاني اړخ پر خپلو ژمنو باندې عمل ونکړ.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي وايي، چې ددغې سرحدي لارې بندیدو له امله د دواړو هیوادونو سوداګرو ته زښت زیات مالي زیان رسیدلی دی.

د پاکستان د ګمرک یو کارکوونکي ابراهیم شینواري د لارې په بندیدو انتقاد کړی او ویلي دي:” د دواړو هیوادونو د ناسمو سیاستونو له امله د تورخم لار تړلې پاتې شوې ده.”

د معلوماتو له مخې ددغې دروازې د بندیدو وروسته تر ۶۰۰زره پورې په سوداګریزو توکو بار لارې د سرحد دواړو خواو کې بندې پاتې وې.

پاکستاني پلاوي او امنیتي‌ مسائیل

تېره ورځ یو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي، چې مشري یې ددغه هیواد د دفاع وزیر خواجه محمد اصف کوله او د پاکستان د استخباراتو د ادارې ‘آی ایس آی’ رئیس جنرال ندیم انجم هم په کې شامل وو، کابل ته راغی او له طالب مشرانو سره یې ولیدل. دوی د نورو مسائیلو تر څنګ د سرحدي ستونزو په حل هم غږېدلي.

د افغانستان د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ددغو خبرو په اړه په یوه اعلامیه کې، چې د خپل ټویټر په پاڼه خپره کړې ویلي، چې په کتنه کې دواړو لورو په امنیتي اندیښنو، سیمه کې د بې پیلوټه ډرون الوتکود الوتنو د مخالفو وسله والو په فعالیت څرګندې او په تفصیل خبرې کړي دي.

همداشان مجاهد ویلي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په سوداګریزو او ترانزیتي مسلو او هم د سرحد په اوږدو کې د تګ راتګ په مسلو هم خبرې شوي دي.

افغانستان لپاره پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم هم د خپل ټویټر په پاڼه ددې سفر په اړه لیکلي، چې کابل کې د افغانستان د حکومت د چارواکو سره په کتنو کې په سیمه کې د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د ‘ ټي ټي پي’ او د داعش د ډلې د مخ په زیاتیدونکو ګواښونو په باب خبرې کړي دي.

صادق خان ویلي، چې دواړو خواو په دې موافقه وکړه چې د مختلفو تروریستي ډلو ګواښونو ته د ځواب ویلو په برخه کې په موثر ډول یو بل سره همکاري وکړي.

پاکستان د حکومت دغه لوړ پوړي پلاوي وروسته له هغه کابل ته سفر وکړ، چې ددغه هیواد په دوو سترو ښارونو پیښور او کراچۍ کې د پولیسو په مرکزونو د تروریستي ډلو له خوا بریدونه شو. ددغو بریدونو د یو برید مسولیت د ټي ټي پي ډلې په غاړه اخیستی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د تورخم دروزاه له پنځو ورځو بندېدو وروسته ‘بیرته پرانیستل شوې’"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*