
د خیریه چارو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې نږدې ۳۰۰ خیریه بنسټونه فعالیت کوي
د سپټمبر پنځمه د خیریه چارو نړیواله ورځ ده؛ هغه مناسبت چې له اړمنو او زیانمنونکو کورنیو سره د خیریه بنسټونو د مرستو رول ته پام رااړوي.
په افغانستان کې خیریه بنسټونه د خوراکي توکو او نغدي مرستو د وېش او له کمعاید لرونکو کورنیو د ملاتړ له لارې د هغوی د بېړنیو اړتیاوو یوه برخه پوره کوي.
خو دغو مرستو ته د ټولو لاسرسی یو شان نه دی. یو شمېر اړمن کسان وایي، له اقتصادي ستونزو او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له ناتوانۍ سره سره، تر اوسه یې خیریه مرستې نه دي ترلاسه کړې.
اړمن زلمي وایي: «زموږ نومونه یې هم په نوملړ کې ولیکل او ویې ویل چې مرسته درسره کوو، خو دوه کاله کېږي چې تر اوسه یې له موږ سره مرسته نه ده کړې.»
اړمن دلآغا وایي: «مرستې باید فقیرانو او بېوزلو ته ورسېږي. مرستې باید هغو کسانو ته ورنه کړل شي چې مستحق نه دي.»
د خیریه بنسټونو مسوولان وایي، د اړتیاوو پراخوالی او د سرچینو محدودیت د ټولو اړمنو کورنیو تر پوښښ لاندې راوستل ستونزمن کړي دي.
د یوه خیریه بنسټ مسوول احمد شهرام وفایي وایي: «د خلکو د ستونزو په تشخیص او پر وخت ورته په رسېدنې سره، خیریه بنسټونه کولی شي په بېلابېلو برخو کې د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دولت ترڅنګ د یوه ملاتړي په توګه رول ولوبوي.»
اقتصادي شنونکی سیدمسعود وایي: «که بشري او خوراکي مرستې یوازې له مصرفي بڼې ووځي او د پانګونې پر لور ولاړې شي، اغېزمنتیا یې زیاتېدلی شي.»
د عدلیې وزارت د شمېرو له مخې، دا مهال نږدې ۳۰۰ خیریه بنسټونه له دغه وزارت سره ثبت دي او په ټول هېواد کې فعالیت کوي.
د عدلیې وزارت ویاند برکتالله رسولي وایي: «د عدلیې وزارت په منظم ډول د خیریه بنسټونو فعالیتونه څاري، څو د غیرقانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.»
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وایي: «خیریه بنسټونه او نادولتي موسسې د معیشت د ښهوالي، روغتیا، زدهکړو، له طبیعي پېښو سره د مبارزې او له اړمنو کورنیو د ملاتړ په برخو کې د بشري او ټولنیزو خدمتونو د پام وړ برخه وړاندې کوي.»
د اقتصادي ستونزو په دوام سره، د خیریه بنسټونو فعالیت د اړمنو کورنیو د ملاتړ یوه مهمه برخه ده؛ خو د دغو مرستو اغېزمنتیا مستحقو کسانو ته د مرستو پر رسېدو او د کورنیو د معیشت لپاره د دوامدارو لارو پر رامنځته کولو هم تړلې ده.
لومړی نظر وکړئ on "د خیریه چارو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې نږدې ۳۰۰ خیریه بنسټونه فعالیت کوي"