د داعش پلویان هم د مړو عبادت کوی او هم مړي خرڅوي

څیړونکو په افغانستان کې د داعش د تروریستي ډلي په فعالیتونو کی د پام وړ کمښت، او په ګاونډیو هیوادونو کې د دې ډلې د پټنځایونو او پیروانو د موندني هڅې په هیواد کې د دي ډلي د سقوط منلي سوی معیار ګڼلی.

خو د داعش د ماتې تر ټولو مهمه معیار د دې ډلې د اکثریت مشرانو د بی ساری مرګ او د منځ وړل دي. خو بیا هم باید وویل سی چې د دې ډلې اکثره پلویان لا اوس هم په طغیان کی دی او د مړو عبادت کوي. هغه خلک چې دوی یی مشران ګڼي یا مړه دی او یا هم په زندانونو کی دي.

نو چی دا داعشی خپل سری مشران د ځان ساتنه نه سی کولای، نو خپل لیونی پلویان به څنګه وژغوری او یا به یی مشرتوب وکړي. د داعش لاسپوڅي مشران تل د ژوندي پاتې کیدو لپاره په پټنځایونو کې پټیدل غوره کوي او هغه لږ شمیر مشران یی چی د غارونو څخه راوتلي ژر تر ژره د مرګ وکندی ته غورځول سوی دي. په دغه لاندي نوملړ کې یوازې د داعش د جنایتکاري شبکې هغه شمېر مهم کسان یاد یږی، چې په ډېر کم وخت کې په افغانستان کی ووژل سول.
۱. شیخ ضیاء الحق ضیاء: (ابو عمر خراساني) د داعش د خراسان ولایت پخوانی والي او همدا راز د الصدیق د دفتر مشر وو، چې د ۲۱۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه په کابل کې ووژل سو.
۲. اسلم فاروقي چی د افغانستان په بلخ ولایت کې د داعش جګپوړی مشر وو او په بلخ ولایت کې ووژل شو.
۳. مولوي ضیاءالدین (محمد): د داعش لپاره د خراسان والي او د قضایي څانګې اداري مسوول وو،چی دی هم د افغانستان د بلخ په ولایت کی خپل ووژل سو او د خپلو اعمالو په سزا ورسیدی.
۴. انجینر عمر (حیدر) د داعش د مرکزي سیمې پخوانی مشر پاتي سوی، او له وژل کېدو وړاندې د داعش د خراسان د والي د مرستیال په حیث یی دنده تر سره کول. حیدر هم په کابل ښار کې ووژل سو.
۵. قاري فاتح: د داعش د خراسان ولایت پخوانی مرستیال او د داعش ډلې د عملیاتي څانګې مشر چې په کابل ښار کې ووژل شو.
۶. ډاکټر حسین: په خراسان ولایت کې د داعش د جنوب او جنوب لوېدیځو سیمو مسوول و، چې د ځانمرګو بریدونو د تنظیمولو مسوول هم و. نوموړی د افغانستان په هرات ولایت کې وژل شوی دی.
۷. احسان الله: ) عمر فاروق (دداعش لپاره د شمال ختیځ او شمال لویدیځو سیمو مسؤول و. هغه د تاجکستان او ازبکستان پر پوله د راکټي بریدونو د تنظیمولو مسؤل هم و. نوموړی د افغانستان په کندز ولایت کې وژل سوی دی.
۸. یونس اوزبک: په تخار ولایت کې د داعش د فعالیتونو مسوول و. او په تخار ولایت کې ووژل سو.
۹. قاري سلیم: په تخار ولایت کې د داعش مشر چې د تاجکستان پولې ته نږدې په قتل ورسیدی.
۱۰. مصطفی درویش زاده: د هرات ولایت لپاره د داعش مشر وو چې هغه هم په هرات ولایت کې ووژل سو.
۱۱. فیروز: د داعش د خراسان سیمی لپاره د لغمان ولایت مشر چې د خپلو اعمالو په سزا ورسیدی او د لغمان په ولایت کې په قتل ورسیدی.
۱۲. بوسف تاجیک: د الاعلام په نوم د داعش د تبلیغاتي بنسټ یو لوړ پوړی چارواکی چې د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې په قتل ورسیدی.
۱۳. یحیی تاجیک: د داعش یو بل مهم چارواکی چې د داعش لپاره د جلب او جذب مسؤل و. نوموړی هم د کابل ښار د خیرخانې په سیمه په قتل ورسیدی.


په خراسان ولایت کې د داعش د پورتنیو مشرانو د وژل کیدو سربیره چې د مثال په توګه ستاسو حضور تع وړاندې سو، د داعش یو زیات شمیر نور غړي نیول سوي او د دغې ترهګرې ډلې ناوړه پلانونه زموږ په هیواد کې شنډ سوي دي. خو لا اوس هم په عراق او سوریه کې د مرکزي داعش نامعلومو مشرانو ددی کسانو د مرګ په هکله څه ندی ویلی او په خراسان کې د داعش د دغو چارواکو د ځای ناستی په ټاکلو نه دی توانېدلی او په بدل کې یې د افغانستان په شمال او ختیځ کې ګاونډیو هېوادونو ته د تېښتې لاره خپله کړې او هڅه کوی چي د هغه تاجک ځوانانو چی د ذهنی پلوه بی ثباته دی خپل لیکو ته را جذب کړي.

د داعش هڅي چی خپل د مشرانو مرګونه پټ او د آنلاین استخدام هڅي ګړندی کړي یوازي یوه ټوکه ده. ځکه، که یو څوک شعور ولری نو باید وپوښتی چې د وژل شوي ترهګر مشر یا د بندي مشرانو سره بیعت کول څه فایده لري؟ داعشیان خپل مشر او مشرتوب څنګه تعریفوي؟ یو مړ مشر څنګه کولای سي د خپلو پیروانو او اسلام ساتنه وکړي؟ چیرته دی هغه شورا چې دا خلیفه ګان ټاکي؟ د دغو مشرانو د ټاکلو لپاره معیارونه څه دي؟ ایا دا محدود جعلي بیعتونه چې د لاسونو پر ګوتو شمیرل کیدای سي د جعلي خلیفه مشر په توګه د منلو لپاره بساینه کولای سي؟
پداسې حال کې چې موږ د دې پوښتنو ځوابونه ستاسو شخصي تحلیل ته پریږدو، خو، یو شی چې ډاډه یم چې هرڅوک ورسره موافق دي هغه دا دی چې د مشرتوب لپاره باید یو مشر ژوندی وي او د یوچا حمایت خو باید ورسروه وي ترڅو جدی و انګیرل سي. په افغانستان او سیمه کې د داعش ټول پلویان یا د مړو یا نامعلومو مشرانو له خوا رهبري کیږي او په عراق او سوریه کې د داعش مرکزي ادارې لا تر اوسه هم دا نه ده تایید کړې چې د داعش دغه وژل سوی کسان ریښتیا فزیکی وجود درلودلی که نه ؟ که یی درلودلی نو بیا یی پر وژل کیدو ولي دیو چوپ پاته سوه؟ ولي یی تر اوسه ددوی ځایناستی ندی تعیین کړي؟ دوی په داسي موضوعاتو کی سترګی مړی اچولوی وی خو د نورو وړو موضوعاتو په هکله بیا خورا ډیری ویډیوګانې

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "د داعش پلویان هم د مړو عبادت کوی او هم مړي خرڅوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*