د داعش ډله ادعا کوي چې بامیان کې په بهرنیو سیلانیانو برید دوی کړی

د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه ادعا کوي چې د بامیان په ښار کې په بهرنیو سیلانیانو باندې برید دوی کړی.

پدې برید کې چې د همدې تیرې جمعې په ورځ د بامیان په ښار کې په سیلانیانو چې په بازار کې یې سودا اخیسته وشو، درې هسپانوي سیلانیان او درې افغانان پکې ووژل شول.

د داعش – خراسان څانګې په اعلامیې کې چې یکشنبه مې ۱۹ ( غوایي ۳۰) په ټیلګرام کې خپره شوې راغلي چې د دې ډلې وسله والو په “مسیحو سیلانیانو او د هغو په شعیه ملګرو په ټوپک برید کړی”.

د داعش په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې برید د ائتلافي هیوادونو په اتباعو شوی چې هدف یې د امریکا په مشرۍ هغو ائتلافي هیوادونو دی چې په منځني ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې په خلاف جنګیږي.

د داعش په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې دا برید د مشرانو د لارښوونې سره سم شوی چې غوښتي یې دي د “ائتلافي هیوادونو په اتباعو په هر ځای کې چې امکان وي، برید وکړئ”.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په برید کې ټول شپږ تنه وژل شوي و چې درې یې بهرنیان او درې یې افغانان و. دوه وژل شوي افغانان ملکیان او دریم یې د طالبانو غړی و.

د وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې د برید په تړاو اووه مشکوک کسان نیول شوي چې یو یې په همدې پیښې کې ټپي شوی هم و. هغه ویلي چې د طالبانو حکومت پدې هکله “جدي” پلټنې پیل کړیدي.

اروپایي اتحادیې د بامیان په ولایت کې د دریو بهرنیو سیلانیانو او د هغوي افغان ژباړونکي وژل کیدو په سختو ټکو غندلي دي.

د دې اتحادیې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ ادارې ویاندې نبیله مسرالي په یوې اعلامیې کې “په سختو ټکو” د دې کسانو د وژل کیدو غندلو تر څنګ د وژل شویو کسانو د کورنیو غړیو سره خواخوږي ښودلې.

په اعلامیې کې راغلي، ” مونږ د هغو کورنیو او خپلوانو په غم کې شریک یو چې خپل خپلوان یې پدې برید کې وژل شوي او ټپي شویدي”.

د اروپایي اتحادیې تر څنګ متحده ایالاتو هم په بامیان کې ددې کسانو په وژل کیدو “ژور خفګان” څرګند کړی.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ د اکس په شبکې کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو د کورنیو غړیو سره د خواخوږۍ څرګندولو تر څنګ ویلي چې “تشدد ځواب ندی”.

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون مسؤلینو ویلي چې د بامیان په ښار کې په بهرنیو سیلانیانو باندې برید کې ټپي شوي کسان چې دې روغتون ته د درملنې لپاره ور وړل شوي، وضعیت یې ښه دی.

په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتون مسؤل دیجان پانیک تیره ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې ټپي شوي سیلانیان د هسپانیې، لیتوانیا، ناروې، اسټرالیا او افغانستان اتباع دي.

ښاغلي پانیک ویلي چې دا ټپي شوي کسان د ایمرجنسي روغتون ته د برید څخه تقریباً لس ساعته وروسته ور رسیدلي دي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د ټولو ټپي شویو کسانو روغتیایي وضعیت ښه دی خو یوازینی ټپي افغان تبع دی چې په برید ښه کاري ټپي شوی او وضعیت یې جدي دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د داعش ډله ادعا کوي چې بامیان کې په بهرنیو سیلانیانو برید دوی کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*