امریکا:‌ د داعش هغه قومندان مو وژلی چې اروپا کې یې بریدونه پلانول

د داعش

د امریکا متحد ایالتونه وایي سوریه کې یې په یوه هوایي‌ برید کړې د اسلامي دولت یا د داعش ډلې یو مهم مشر ‏’خالد عید احمد الجبوري’ وژلی دی.‌

د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) یوې اعلامیه کې ویلي، باور دا دی چې الجبوري اروپا کې د بریدونو پلانولو مسوول و.‌

د امریکا پوځ د دغه هوایي برید دقیق ځای نه دی ښودلی، خو ویلي یې دي چې ملکي خلکو ته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې.

تر اوسه له سوریې څخه هم د دغه برید په اړه کوم غبرګون نه دی راغلی.‌

امریکا وايي الجبوري د داعش د مشرتابه جوړښت ته وده ورکړې وه او دا چې وژل کېدل به یې “په لنډمهاله توګه د دغه سازمان د بهرنیو بریدونو د پلانولو وړتیا ټکنۍ کړي.”

خو د دی ترڅنګ دا هم ویل شوي چې داعش ډله لا منځني ختیځ او د نړۍ نورو برخو ته یو ګواښ ده.‌

د امریکا پوځ دا جزییات هم نه دي ورکړي چې خالد الجبوري دقیقآ د کوم برید طرحې او سازمانولو کې ښکېل و.

د امریکا د خارجه وزارت په کلني رپوټ کې، د آکلېډ (د مسلحانه شخړو د ځای او واقعاتو د ډېټا منصوبې) د معلوماتو ترمخه ویلي چې په تېر کال کې په افغانستان کې په عوامو باندې یوولس سوه و دري شپېته (۱۱۶۳) حملې شوي دي چې یو زر و اته (۱۰۰۸) کسان په کې مړه شوي او د اته سوه څلوېښت (۸۴۰) کسانو د وژل کېدو ذمه واري افغان حکومت ته وراوړي. ویل کیږي چې داعش-خراسان دېرش حملې کړي او پنځه اتیا کسان په کې وژل شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امریکا:‌ د داعش هغه قومندان مو وژلی چې اروپا کې یې بریدونه پلانول"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*