د معیاري سړو خونو له نه‌شتوالي د تازه میوې د سوداګرو او پلورونکو شکایت

په کابل کې د تازه میوو یو شمېر سوداګر او پلورونکي د معیاري سړو خونو له نه‌شتوالي شکایت لري او زیاتوي چې ډېری وخت یې میوې خوسا کېږي او سخت زیان ورته اوړي.

دوی همداراز وايي، لوړه مالیه یې د سوداګرۍ پر وړاندې یو بل خنډ دي او له سرپرست حکومته غواړي چې بهر ته د محصولاتو د صادرولو زمینه ورته برابره کړي.

سوداګر  محمد الله غیاثي وايي: «مالیه لوړه ده او ډېر هم نه صادرېږي، په همدې خاطر ډېره ګټه نه‌دکوي.»

سوداګر بشیر قدیري وايي: «موږ سړې خونې نه‌لرو او زموږ سوداګر له ستونزو سره مخ دي، د بهرنيو مالونو نهه کیلو ګرامه په زر افغانۍ پلورل کېږي او زموږ یو من په (اووه کیلو ګرامه) په سل افغانۍ.»

له دې سره سم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، هڅې کوي چې سوداګرو او پلورونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي او په وینا یې د تازه میوو د صادراتو بهیر په عادي ډول روان دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام وايي: «موږ نهه زره او پنځه سوه ټنه الوچې، شلیل، ګیلاس، هنډوانې، انځر او نورې تازه میوې پاکستان، تاجکستان، هند، چین، ترکیې، روسیې، انګلستان، اتریش، جرمني، برازیل، اسټرالیا، امریکا او کاناډا ته استولي دي.»

بل‌خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، بانکي محدودیتونه او د سړو خونو نه‌شتوالی د سوداګرۍ پر وړاندې اصلي ننګونې ګڼل کېږي.

دغه خونه له دولت غواړي چې د کورنیو محصولاتو د صادرولو لپاره دې په بندرونو کې اسانتیاوې لا زیاتې کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اغا نويد وايي: «د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځ‌ته کولو هڅه کوو، خو حکومت او هغو هېوادونو ته چې زموږ له محصولاتو ګټه اخلي، دا وړاندیز دی چې د خپلو هېوادونو په بندرونو کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځ‌ته کړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، څه باندې  نهه زره او پنځه سوه ټنه تازه مېوه برازیل، ترکیې، جرمني، پاکستان، اسټرالیا، امریکا، کاناډا، چین، تاجکستان، روسیې، اتریش، انګلستان او هند ته صادره شوې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د معیاري سړو خونو له نه‌شتوالي د تازه میوې د سوداګرو او پلورونکو شکایت"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*