د ملګرو ملتونو ديپلومات: افغانستان بايد یوازې پرېنښودل شي

د ملګرو ملتونو ديپلومات: افغانستان بايد یوازې پرېنښودل شي
د ملګرو ملتونو ديپلومات: افغانستان بايد یوازې پرېنښودل شي

د جمهوریت د سقوط دوه کاله وروسته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال ديپلومات په کابل کي د خبرو اترو د دوام غوښتنه کړې ده. مارکووس پوتڅل ويلي دي چي په دغه هيواد کي «بشري وضعيت هيڅ ډاډمن نه دی».

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال مارکووس پوتڅل د سې شنبې په ورځ د آلمان له «ان دي آر» رسنۍ سره په خبرو کي وويل چي په افغانستان کي بشري وضعيت خورا نازک دی او له دغه هيواد سره بايد خبرو اترو ته ادامه ورکړل سي.

دغه آلماني ديپلومات په ډاګه کړه چي د مرستندوی هيوادونو له خوا له افغانستان سره مرستي ته ليوالتیا کمه سوې ده، خو په خبره یې د دغه هيواد له پامه غورځول د نړيوالي ټولني په ګټه نه ده.

هغه زياته کړه چي خبرو اترو ته رابلل، اعتراض او مخالفت بايد له دننه راسي نه له دباندي. هغه ټينګار وکړ: «که له دباندي تحميل سي، ګټه نه لري.»


پوتڅل وويل چي له حاکمی نظام سره يوځای بايد يوه بين الافغاني حل لاره وموندل سي. خو دا ډېره اړينه ده چي ځوانان او ښځي وکولای سي په عامه ژونده کي ګډون وکړي. له هغه وخت راهيسي چي د جمهوریت له سقوط وروسته دي، د ښځو او نجونو د ژوند په ټولو برخو کي يې په سيستماتيک ډول د هغوی حقونه محدود کړي دي.

پوتڅل وويل: «موږ په هرو خبرو کي د ښځو پروړاندي د صادرو سوو احکامو د لغوه کيدو غوښتونکي يوو» خو ډېر چارواکی خبرو اترو علاقه نه لري.

د پوتڅل د تجربې له مخي، په ولایتي کچه د پرمختګ احتمال ډېر دی. هغه ډاډمن نه دی چي له دباندي څخه د افغاسنتان د حکومت پروړاندي مقاومت تنظيمول دي ګټه ولري. د هغه په نظر تمرکز بايد پر هغو خلکو وي چي په هیواد کي ژوند کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ملګرو ملتونو ديپلومات: افغانستان بايد یوازې پرېنښودل شي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*