د ملګرو ملتونو سرمنشي رباب فاطمه د یوناما مشرې وټاکله

💬0

د ملګرو ملتونو سرمنشي رباب فاطمه د یوناما مشرې وټاکله

د ملګرو ملتونو سرمنشي، بنګله‌دېشۍ ډیپلوماټه رباب فاطمه، په رسمي ډول په افغانستان کې د خپل ځانګړي استازي او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه وټاکله.

د ملګرو ملتونو د مطبوعاتي دفتر په وینا، رباب فاطمه د یوناما د پخوانۍ مشرې روزا اوتونبایوا ځای ناستې کېږي او په ملي او نړیواله کچه د ملکي خدمتونو او ډیپلوماسۍ په برخه کې له ۳۰ کلونو څخه ډېره تجربه لري.

د نړیوالو اړیکو شنونکی واحد فقیري له طلوع‌نیوز سره په خبرو کې ویلي: «زما په اند، په افغانستان کې د یوناما د مشرې په توګه د رباب فاطمې ټاکل د دې ادارې د ماموریت دوام څرګندوي او ښيي چې ملګري ملتونه به د افغانستان په تحولاتو او پېښو کې خپل رول ته دوام ورکړي. له بلې خوا، دا ټاکنه ښيي چې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو موضوع به د یوناما د ماموریت له مهمو محورونو څخه پاتې شي.»

نوموړې په داسې مهال دې دندې ته ګومارل شوې چې افغانستان لا هم له سیاسي، اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ دی او یوناما په وروستیو کلونو کې د بشري مرستو په همغږۍ، له اسلامي امارت سره په تعامل او د بشري حقونو د وضعیت په څار کې مهم رول لوبولی دی.

سیاسي شنونکي جاوېد مومند په دې اړه ویلي: «یوناما یو له مهمو نړیوالو بنسټونو څخه دی چې په افغانستان کې یې حضور هیله‌بښونکی دی. دې ادارې په ځینو برخو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو په موضوع کې، فعال رول لوبولی او د پاکستان د بریدونو پر مهال یې هم د اندېښنو په راپورته کولو سره د افغانستان د خلکو غږ نړیوالې ټولنې ته رسولی دی.»

رباب فاطمه له ملګرو ملتونو سره د اوږدمهالې همکارۍ مخینه لري.

د ملګرو ملتونو د اعلامیې له مخې، نوموړې لومړنۍ ښځه ده چې د دې سازمان د سولې جوړونې د کمېسیون مشرې په توګه ټاکل شوې او همدارنګه یې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اووه اویایمې غونډې د مرستیالې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ملګرو ملتونو سرمنشي رباب فاطمه د یوناما مشرې وټاکله"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*