د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان د استازيتوب ګونګ برخليک

د سیاسي مسایلو یو شمېر پوهان په دې باور دي، که د افغانستان په استازولۍ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې کوم استازي ګډون کړی وای، کولای یې شول چې له نړۍ سره د افغانستان ډیپلوماټیکي، سیاسي او سوداګریزي اړیکې پیاوړې کړي.

د ملګرو ملتونو ۷۸یمه غونډه نن دوشنبه د امریکا په وخت په نیویارک کې پیلېږي او ۸ ورځې به دوام وکړي.

خو ښاغلی معارج دا هم وايي چې احتمالا دې غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سرپرست دایمي استازي نصیراحمد فایق وینا به نړیوالو ته د افغانانو د غږ په رسولو کې اغېزمنه تمامه شي.

نوموړی وايي:

“اړتیا ده چې طالبان د نړیوالو مشروع شرایط ومني، معیاري دولت جوړ کړي. د خلکو حقونه ومني، د زده‌کړو حق، کار اهل ته سپارل هغه مسایل و چې باید اصلاح او بدلون کې یې په کې راوستی وای، څو نړیوالو په رسمیت پېژندلای وای او اوس به یې په په ملګرو ملتونو کې استازی هم درلود. بیا هم نصیراحمد فایق هلته دی او احتمال شته چې په دې غونډه کې تر یوه حده د افغانانو غږ پورته کړي. “

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام د نمايندګۍ سرپرست، نصیر احمد فايق
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام د نمايندګۍ سرپرست، نصیر احمد فايق

تر اوسه معلومه نه‌ده چې ایا ښاغلی فایق دې غونډه کې وینا کوي او که نه.

هغه د ملګرو ملتونو په ۷۸یمه غونډه کې د ګډون او وینا په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

دوه کاله وړاندې عمومي غونډه کې د ګډون په موخه د طالبانو حکومت یو لیک استولی و، څو دا مهال په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د دوی د استازي په توګه ومني، خو دا غوښتنه یې رد شوه.

په ورته وخت کې د سیاسي مسایلو کارپوه احمد سعیدي وايي، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان ګډون مهم و، خو اوس‌مهال افغانستان یو داسې معیاري حکومت نه‌لري چې په دې ډول غونډو د ګډون شرایط برابر کړي.

ښاغلی سعيدي وايي:

“ملګري ملتونه یو نړیوال بنسټ دی چې هلته ګډون ډېر مهم دی. له بده مرغه موږ داسې حکومت نه‌لرو چې د دې وړتیا او لیاقت ولري چې دې غونډه کې ګډون وکړي. “

د ملګرو ملتونو عمومي منشي

خو له دې ټولو سره سره، سرمنشي انټونیوګوتریش وايي، د افغان نجونو او ښځو حقونه د دوی د اندېښنو یو اصلي محور دی او دا موضوع د دې سازمان د ۷۸یمې غونډې په اجنډا کې شامله ده.

د دې شورا په ۵۴مه غونډه کې هم چې تېره اوونۍ وشوه، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وبلل شو.

په عمومي غونډو چې هر کال کېږي، د نړۍ مشران راټولېږي او تل‌پاتې پراختیايي هدفونو ته د رسېدو لپاره خپلې ژمنې تازه کوي.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*