
د موټرچلوونکو غوښتنه؛ د تېلو بیې لږ ټيټې شوې، باید ډېرې ټيټې شي
په داسې حال کې چې په نړۍوالو بازارونو کې د تېلو بیې راکمې شوې دي، خو په کورنیو بازارونو کې د تېلو او ګاز بیې لا هم لوړې دي او یوازې دوه افغانۍ راټیټې شوې دي.
د شمېرو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې د پټرولو بیه له ۷۵ څخه ۷۳ افغانیو ته او د ډیزلو بیه له ۷۰ څخه ۶۸ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
یو شمېر موټر چلوونکي وایي چې اوسنی بیعې په نړیوالو بازارونو کې د بیو له کمېدو سره سمون نه لري او د سونتوکو لوړو بیو د دوی لګښتونه زیات کړي دي.
شریفالله وویل: «کله چې د ګاز او تېلو بیې راټیټېږي، یوازې له یو تر درې افغانیو پورې کمېږي؛ خو کله چې لوړېږي، څو افغانۍ لوړېږي. دا وضعیت زموږ لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.»
یوه موټرچلوونکي، امید هم وویل: «که د تېلو او ګازو بیې ټیټې وي، زموږ لپاره ډېر ښه دي. هغه وخت چې د ګاز بیه ۴۹ افغانۍ وه، موږ ښه عاید ترلاسه کولای شو او زموږ کار و بار هم ښه روان و.»
له بلې خوا، د تېلو او ګاز اتحادیې مسوولان وایي چې د بازار د اړتیاوو د پوره کولو او د بیو د ثبات د ساتلو لپاره، د هېواد سوداګرو له ایران او ترکمنستان څخه ۱۰۰ زره ټنه مایع ګاز او د پام وړ اندازه پټرول او ډیزل اخیستي دي.
د دوی په وینا، د دغو محمولو له رارسېدو وروسته، که په نړیوالو بازارونو کې د بیو د کمېدو لړۍ دوام وکړي، نو په کورنیو بازارونو کې به د تېلو او ګاز بیې هم په تدریجي ډول راکمې شي.
د افغانستان د تېلو او ګاز اتحادیې مرستیال، فیض احمد خوافي وویل: «د افغانستان لپاره له اسلامي جمهوریت ایران څخه سل زره ټنه مایع ګاز پېرودل شوی دی. د دې ګاز له واردېدو سره به نه یوازې د کمښت ستونزه نه وي، بلکې اضافه ګاز به هم ولرو. نن مو په دې اړه له یو شمېر اړوندو ادارو سره هم غونډه وکړه، او تمه ده چې په راتلونکو څو ورځو کې به بیې راټیټې شي.»
د اوکراین له لوري د روسیې د تېلو پر زېرمو بریدونه، د روسیې د نفتي محصولاتو پر پلور بندیزونه، په منځني ختیځ کې د جګړو دوام او د سونتوکو د لېږد د لګښتونو زیاتوالی، د افغانستان په بازارونو کې د سونتوکو د بیو د لوړېدو له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.
لومړی نظر وکړئ on "د موټرچلوونکو غوښتنه؛ د تېلو بیې لږ ټيټې شوې، باید ډېرې ټيټې شي"