د نیوزيلنډ نوی لومړی وزیر؛ کرېس هېپکېنز د جسېنډا ارډرن ځای ناستی ټاکل کېږي

په پام کې ده د نیوزيلنډ د پارلمان او کارګر ګوند غړی کرېس هېپکېنز د دغه هېواد نوی لومړی وزیر وټاکل شي. دی د جسېنډا ارډرن پر ځای د دغه ګوند د مشرۍ لپاره یوازېنی نوماند دی. 

ښاغلی هېپکېنز لومړی ځل په ۲۰۰۸ کې پارلمان ته بریالی شو او وروسته د ۲۰۲۰ کال په نومبر کې د کوېډ-۱۹ پر وړاندې د مبارزې وزیر په توګه وګمارل شو. 

مالومه نه ده چې ښاغلی هېپکېنز به څومره موده پر دې څوکۍ پاتې شي، ځکه چې په را روانه اکتوبر میاشت کې په دغه هېواد کې ټولټاکنې کېدونکې دي.

۴۴ کلن هېپکېنز اوسمهال د پولیسو، پوهنې او عامه خدمتونو وزیر دی.

دی به د نوې اوونۍ پر یکشنبې ورځ د خپل کارګر ګوند تر مشر ټاکل کېدو مخکې په رسمي ډول د دغه ګوند له لوري د استازو مجلس ته وروپېژندل شي.

که هغه دا ملاتړ ترلاسه کړي نو جسېنډا ارډرن به د فبرورۍ پر اوومه نېټه په رسمي ډول خپله استعفا مشر والي ته وړاندې کړي چې بیا به هغه د بریتانیا د پاچا په استازيتوب ښاغلی هېپکېنز د نيوزيلنډ د نوي لومړي وزیر په توګه وګماري.

جسېنډا ارډرن ولې استعفا کوي؟

کرېس هېپکېنز د نیوزيلنډ د اوسنۍ لومړۍ وزیرې جسېنډا ارډرن له هغه ناڅاپي اعلانه وروسته د هغې ځای نیسي چې ویې ویل، په واک کې د پاتېدو نور “توان” نه دی ورپاتې نو ځکه ترې لاس په سر کېږي. 

هغه شپږ کال مخکې په ۳۷ کلنۍ کې د نیوزيلنډ تر ټولو ځوانه مشره شوه چې د دغه هېواد د دولت مشرتوب ته یې اوږه ورکړه.

جسېنډا ارډرن

اغلې جسېنډا دا اعلان تېره پنجشنبې (جنورۍ ۱۹مه) سهار وکړ او ویې ویل چې ټاکل شوې په راروانه اکتوبر میاشت کې یې هېواد کې ټولټاکنې وشي خو په وینا یې، پر ځان یې دا ونه شول منلی چې تر هغه وخته پر خپله څوکۍ او د خپل “د نیوزیلنډ کارګر ګوند” په مشرۍ کې پاتې شي. 

د دې په وینا، د اوړي په رخصتیو کې یې په دې او راتلونکي په اړه ډېر فکر کړی دی، “هیله منه وم په ځان کې دومره توان پيدا کړم چې دا موده هم خدمت وکړم خو پاتې راغلم او له دې سره سره که دوام ورکوم نو په حقیقت کې به د نیوزيلنډ لپاره په خدمت کولو کې کمی رانه وشي”

اغلې ارډرن اوس ۴۲ کلنه ده او د دې خبرو پر مهال غریو ونیوله.

دې زیاته کړه چې له “ستونزو ډک” شپږ کلن واک د دې توان ترې اخیستی چې خپل کار ته دوام ورکړي.

له همدې کبله د نیوزیلنډ واکمن کارګر ګوند چې مشري یې هم اغلې ارډرن ته ورله غاړې وه، ‌باید راروانه فبرورۍ میاشت کې د دې د ځایناستي لپاره ټاکنې وکړي. 

دې ویلي چې وروستۍ کاري‌ ورځ به یې د فبروري اوومه نېټه وي، یاني شاوخوا شل ورځې وروسته.

جسېنډا ارډرن ویلي، دا د دې لپاره استعفا نه کوي چې ګواکې ګوند به یې په ټاکنو کې بریالی نه شي بلکې په وینا یې، “دغو ننګونو ته تازه دمې اوږې په کار دي”.

دې همدا راز ویلي، تمه لري چې نيوزيلنډیان به هغه د یو داسې چا په توګه په یاد وساتي چې “تل یې هڅه کړې، مهربانه و اوسي.”

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د نیوزيلنډ نوی لومړی وزیر؛ کرېس هېپکېنز د جسېنډا ارډرن ځای ناستی ټاکل کېږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*