د هلمند سیند د اوبو پر سر د کابل او تهران د کشالې دوام

د هلمند له سینده د حق‌ابې اړوند د ایراني چارواکو د غوښتنو په دوام، دا ځل د ایران په پارلمان کې د زاهدان استازی د دغه هېواد له لوري د متقابل اقدام غوښتونکی شو.

فدا حسین مالکي له یوې ایراني شبکې سره په خبرو کې وړاندیز کړی چې ایران دې له هغو اوبو او برېښنا چې د افغانستان سرحدي ولایتونو ته یې ورکوي، پر اسلامي امارت د فشار په توګه کار واخلي.

ښاغلی مالکي زیاتوي اسلامي امارت باید پوه شي چې ایران افغانستان ته زیات امتیازات ورکوي.

هغه وویل:«له ډلي سره د مقابلې لپاره بېلابېلې تګلارې لرو ځکه موږ هم له افغانستان سره په پوله ګاونډیو ښارونو ته برېښنا او اوبه ورکوو. په افغانستان کې د ایران په داسې شرایطو کې پرانیستل شو چې په هېواد کې د مخالفتونو څپې رامنځته شوې. موږ چاره نه‌لرو باید د ډلي په وړاندې ځینې غوراوي اجرايي کړو.»

د سیاسي چارو شنوونکی سید اکبر سیال وردګ طلوع‌نیوز ته وویل:«منفي اغېزې لري. دا د دولتونو مسوولیت دی چې د یوه پلاوي په منځګړیتوب د دواړو هېوادونو ترمنځ کېني چې دغو مسایلو ته د حل لار پیدا کړي.»

د سیاسي چارو شنوونکی احمد خان اندړ هم وايي:«له بده‌مرغه اوس اوس د ایران د پارلمان د زاهدان ولایت استازی د ګاونډيتوب د حقوقي، سیاسي او ډپيلوماټیکو مسایلو بپه پام کې نیولو پرته د اخطاریې په توګه د افغانستان د هیرمند له اوبو حق‌ابه غواړوي.»

خو اسلامي امارت د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر ښه والي د ټینګار تر څنګ وايي، د وروستیو وچکالیو له امله د اوبو کچه ټيټه شوې او که د اوبو کچه لوړه شي د ۱۳۵۱ کال د تړون پر بنسټ به ایران ته د هغوی حق‌ابه ورکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«هغه ملتونه چې د پولې دا غاړه وي او که هغه غاړه وي زموږ وروڼه دي، مسلمان دي او خدای دې وکړي چې دغه موضوع له نورو لارو چې اورښت وشي او کلونه وروسته اباد شي او د دواړو لورو ستونزې حل شي.»

اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې د ایران حق‌ابې ته د ۱۳۵۱ کال د تړون پر بنسټ ژمن دی، خو بیا هم تر دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزیر ویلي و چې تهران له افغانستان سره د حق‌ابې مسئله له حقوقي او سیاسي لارو چارو په خپلو کاري لومړیتوبونو کې راوستې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د هلمند سیند د اوبو پر سر د کابل او تهران د کشالې دوام"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*