د پاکستان د نظامیانو او ټی- ټي -پي ترمنځ نښته؛ لس کسان وژل شوي

د پاکستان د نظامیانو او ټی- ټي -پي ترمنځ نښته؛ لس کسان وژل شوي
د پاکستان د نظامیانو او ټی- ټي -پي ترمنځ نښته؛ لس کسان وژل شوي

د پاکستان د چارواکو په حواله د دغه هيواد په شمال لویدیځ کې د پاکستاني پوځيانو او ټی – ټي – پي ترمنځ په نښته کې دوه ماشومان او اته وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ له خوا د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د مارچ ۱۶) په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې عسکرو يې په جنوبي وزيرستان کې چهار شنبه شپه د ټی – ټي – پي پر يوه پټنځای چاپه ووهله.

په اعلاميه کې ويل شوې چې په دې ترڅ کې د رامنځته شوې نښتې په نتیجه کې اته وسله وال وژل شوي. د پوځ له خوا زياته شوې: «له بده مرغه دوه کوچنيان هم د فایرونو د تبادلې پر وخت وژل شوي دي.»

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين بيا پر خپله فيسبوک پاڼه او د تويتر له لارې ادعا کړې ده چې دا د ډرون يا بې پېلوټه الوتکې بريد وو چې پر يوه دوکان شوی دی.

نوموړي د وژل شويو ماشومانو د خپلوانو له قوله ويلي دي چې د شکتويي د زنګازې په سيمه کې پر يوه دوکان د بې پېلوټه الوتکې بريد شوی چې په نتیجه کې یې دا ماشومان وژل شوي دي.

زياته شوې ده چې د بريد پر وخت ماشومان د دوکان دباندې ول. منظور پښتين زياته کړې ده چې په سيمه کې د تلیفون او انترنت د قطع کيدو له کبله تر اوسه د رسېدلي نور ځاني زيان په اړه لا معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د پاکستان پوځ په دغه لیرې پرته سيمه کې تر هغه وروسته خپل عمليات زيات کړي دي چې په جنورۍ میاشت کې دپېښور ښار د پولیسو د مرکز په جومات کې د ټی – ټي – پي يوه ځانمرګي بريدګر ۸۴ کسان چې زياتره یې پوليس ول، ووژل.

ټی – ټي – پي چې يوه سني خو جلا ډله ده، د تېرو څو لسیزو تاوتريخوالي په ترڅ کې څه نا څه ۸۰ زره کسان وژلي دي.

دغه ډله په ۲۰۱۴م کال کې د عملياتو د يوې لړۍ په ترڅ کې له خپلو پخو سنګرو څخه وشړل شوه، خو په کابل کې د جمهوری نظام د سقوط راهېسې دې ډلې هم ځان بيا منسجم کړی دی او په دې وروستيو کې یې بريدونو ته زور ورکړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان د نظامیانو او ټی- ټي -پي ترمنځ نښته؛ لس کسان وژل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*