د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پرویز مشرف ومړ

د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پرویز مشرف ومړ
د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پرویز مشرف ومړ

د پاکستان پخوانی ولسمشر او پوځي جنرال پرویز مشرف د ۷۹ کلنۍ په عمر د ورپيښې ناروغۍ له کبله ومړ. نوموړی د یوې مودې راهیسې ډیر سخت ناروغه وو او د دوبۍ په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و.

په تیر جون میاشت کې د هغه د رسمي ټویټر څخه ورته د دعا کولو غوښتنه شوې وه. زیاته شوې وه چې د هغې ناروغي داسې حد ته رسیدلې وه چې نور یي د رغیدو چانس نه و او د بدن غړي یي یو د بل پسې له کاره غورځیدل.

د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف څو کاله مخکې منلې وه چې پر داسې یوې ناروغۍ اخته شوی دی چې په نړۍ کې ډیر لږ خلک پرې اخته دي. په ۲۰۲۱م کال کې مشرف د همدې ناروغۍ له کبله د خپلې مور په جنازه کې هم ګډون ونه شو کولی.

پرویز مشر په ۲۰۰۷ م کال کې د پاکستان اساسي قانون وځنډاوه او په ۲۰۱۴م کال کې نوموړی پر همدې جرم تورن شو. تر دې وخته پورې لا نوموړی په پاکستان کې و، خو په ۲۰۱۶م کال کې ورته د علاج په خاطر له هیواده بهر تللو اجازه ورکړل شوه او هغه بیرته هیواد ته ستون نه شو. په بل عبارت هغه په دوبۍ کې د تبعید ژوند تیروه.

نوموړي د ۱۹۹۹م کال په اکتوبر میاشت کې د هغه وخت د لومړي وزیر نواز شریف حکومت را نسکور کړ او واک یي په خپل لاس کې نیولی و.

نوموړی له ۲۰۰۱م څخه تر ۲۰۰۸ م کاله پورې د پاکستان ولسمشر و. دغه پوځي جنرال د خپل واک د غځولو له پاره په ۲۰۰۰م کال کې یو ریفرنډم یا ټولپوښتنه هم ترسره کړه چې نږدې ۹۸ سلنه خلکو د ده په حق کې رایه ورکړې وه.

پرویز مشرف د ۱۹۴۳م کال د اګست په ۱۱ نیټه د هغه وخت د هند پلازمېنه نوې ډهلي کې زیږیدلی و. د پاکستان او هند تر ویش وروسته د هغه کورنۍ په کراچۍ ښار کې میشته شوه. نوموړی په ۱۹۶۱م کال کې د پاکستان پوځ ته لار ومونده او په ۱۹۹۸م کال کې د پاکستان د پوځ مشر شو.

مشرف د خپل کوچنيوالي څو کلونه په ترکیې کې تیر کړي وو، نو له دې امله په ترکي ژبه هم پوهیده. نوموړی ته د افغانستان په قضایاو کې د یوه ښکیل سیاستوال په توګه هم کتل کیده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پرویز مشرف ومړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*