د پاکستان پوځ: په باجوړ کې د داعش يو قوماندان وژل شوی

د پاکستان پوځ: په باجوړ کې د داعش يو قوماندان وژل شوی
د پاکستان پوځ: په باجوړ کې د داعش يو قوماندان وژل شوی

د پاکستان امنيتي ځواک د چهار شنبې په ورځ د افغانستان پولې ته څیرمه د وسله والو پر يوه پټنځای د چاپې پر وخت د داعش ترهګرې ډلې يو قوماندان او دوه نور غړي وژلي دي.

له پېښور څخه په ترلاسه شویو رپوټونو کې د پاکستان د پوځ له خوا ويل شوي دي چې د وسله والو پر يوه پټنځای د عملياتو په ترڅ کې درې تندلاري وژل شوي چې يو یې د داعش يا «اسلامي دولت» ډلې يو قوماندان دی.

دا عمليات په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان پولې ته څېرمه پرته سيمه باجوړ کې شوي دي. باجوړ تر څو کاله تر مخه پورې د فاټا په نوم يادېدونکو شپږو پخوانيو نيمه خپلواکمنو سيمو څخه يوه سيمه ده چې د فدرال له خوا کنتروليدلې او اوس په خیبر پښتونخوا ایالت کې شاملې شوي دي.

وژل شوی قوماندان مطلوب کس وو

د پاکستان د پوځ په حواله په دې عملياتو کې د داعش د شفيع الله، په نوم قوماندان وژل شوی دی چې حکومت یې له څه مودې راهېسې په لټه کې وو. نوموړي نه يوازې پر امنيتي ځواکونو په بريدونو کې لاس درلود بلکې د يو شمير ملکیانو د وژلو مسئوليت یې هم لاره.

په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ يوه پوسته
په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ يوه پوسته

د پوځ له خوا ويل شوي چې په دې عملياتو کې د داعش د دريو غړيو تر وژل کیدو وروسته امنيتي ځواکونو د هغوی له پتنځايه ډېره وسله او مهمات هم ضبط کړي دي.

د پاکستان پوځ په دې وروستيو کلونو کې د افغانستان پولې ته په څيرمه پرتو سيمو کې يو شمير پوځي عمليات وکړل. په ماضي کې له دې سيمو څخه تر څو لسیزو پورې د سيمه ایزو او بهرنيو وسله والو د خوندي ځالو په توګه کار اخيستل کيدی.

خو اوس د چارواکو په حواله هلته ډېر لږ وسله وال موجود دي چې پر ضد یې وخت په وخت عمليات ترسره کیږي. 

په دې پخوانيو قبايلي سيمو کې ميشت وسله وال اوس هم وخت نا وخته خونړي بريدونو ترسره کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان پوځ: په باجوړ کې د داعش يو قوماندان وژل شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*