
د پولیو د ۳۲ مثبتو پېښو راپور او د عامې روغتیا وزارت لهخوا یې رد
د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو د پېښو په اړه تازه راپور په افغانستان کې د اندېښنې زنګ بلل کېږي؛ د دغه راپور له مخې، روانه اوونۍ د پولیو اووه مثبتې پېښې دغه سازمان ته راپور شوې دي.
د راپور په بله برخه کې راغلي چې له دغو مثبتو پېښو څخه څلور یې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ، دوه یې د هلمند په نهرسراج او کجکي ولسوالیو او یوه یې د بغلان ولایت په بغلان جدید ولسوالۍ کې ثبت شوې دي. د دغو پېښو د نښو د پیل نېټې د اګسټ له ۴مې تر ۳۱مې پورې ښودل شوې دي او له دې اوو پېښو سره په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۳۲ ته رسېدلی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلي: «په ټولیز ډول، په ۲۰۲۶ کال کې تر اوسه د انسانانو د پولیو ۳۶ پېښې تایید شوې دي، چې ۳۲ یې په افغانستان او څلور یې په پاکستان کې دي. همداراز په ۲۰۲۵ کال کې د پولیو ټولټال ۵۲ مثبتې انساني پېښې تایید شوې وې، چې ۲۱ یې په افغانستان او ۳۱ یې په پاکستان کې وې.»
ډاکټر عبدالحق قاضيزاده وایي: «معمولاً په هغو سیمو کې چې د ژوند کچه ټیټه وي، د ژوند اسانتیاوې نه وي برابرې او مجهز تشنابونه نه وي، د پولیو ویروس ډېر خپرېږي. همداراز په هغو سیمو کې چې سېلابونه راشي او خلک بېځایه شي، د پولیو پېښې زیاتېږي.»
خو د روغتیا نړیوال سازمان د دغه راپور خلاف، د عامې روغتیا وزارت د پولیو د نویو مثبتو انساني پېښو شمېر ردوي او د دغه وزارت ویاند وایي چې ځینې شکمنې پېښې شته.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وایي: «سږ کال موږ مثبتې چاپېریالي نمونې لرلې دي، خو د انساني پېښو په برخه کې تایید شوې پېښې نشته. ځینې شکمنې پېښې شته چې وروسته به یې د پړاوونو له بشپړېدو وروسته جزیات له هېوادوالو سره شریک کړو.»
د پولیو ناروغۍ او ماشومانو ته د واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي زیاتول هغه موضوع ده چې ډاکټران یې د خلکو د هڅونې لپاره مهم بولي.
ډاکټر مجتبی صوفي په دې اړه وایي: «د خلکو د پوهاوي د کچې لوړولو لپاره باید ډېر کار وشي او د پولیو ناروغۍ د پېژندنې په برخه کې هم باید هڅې زیاتې شي. په رسنیو کې باید د عامه پوهاوي پیغامونه خپاره شي، څو خلک پوه شي چې پولیو څه ده، ولې درملنه نه لري او د پولیو دوه څاڅکي وړیا واکسین څومره ګټور دي. خلک چې له واکسینه ډډه کوي، ستونزه دا ده چې د پوهاوي کچه ټیټه ده او د پولیو پېښې زیاتې شوې دي.»
د روغتیا نړیوال سازمان د مارچ له ۲۶مې راهیسې د پولیو د مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړی او تر اوسه په هلمند، کندهار، ننګرهار، هرات، کونړ، نورستان، ارزګان، پکتیکا، فراه، بغلان او کابل په ګډون په ۱۱ ولایتونو کې ۳۲ پېښې ثبت شوې دي.
لومړی نظر وکړئ on "د پولیو د ۳۲ مثبتو پېښو راپور او د عامې روغتیا وزارت لهخوا یې رد"