د چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو هوکړه

💬0

د چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو هوکړه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې د قوش‌تپې کانال د پروژې لومړۍ برخه به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د ملي پراختیا شرکت څخه د چارو ادارې ته وسپارل شي.

دا پرېکړه د کرنې وزارت، د چارو ادارې او ملي پراختیا شرکت د استازو په ګډه غونډه کې شوې ده. 

په غونډه کې د پروژې د لېږد بهیر د ارزونې لپاره د یوې ګډې کمېټې پر جوړېدو هم هوکړه شوې ده.

د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی چې د پروژې د لومړۍ برخې د سپارلو بهیر باید په شپږو میاشتو کې بشپړ شي او شته نیمګړتیاوې باید د سپارلو تر مخه هوارې شي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، شېرمحمد حاتمي ویلي: «په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اړوندو ادارو د استازو له ګډون څخه یو پلاوی جوړ شي، څو په پروژه کې موجودې ستونزې او نیمګړتیاوې وڅېړي او حل یې کړي، او د هغې د رسمي سپارلو زمینه برابره کړي.»

د ملي پراختیا شرکت بیا وایي چې د چارو اداره د قوش‌تپې کانال د پروژې مالکه او څارونکې اداره ده، او دغه شرکت یوازې د پروژې د عملي کولو مسؤلیت پر غاړه درلود.

د مسوولینو په وینا، د تړون له مخې به د لومړۍ برخې د کارونو تر بشپړېدو وروسته، دغه برخه بېرته د چارو ادارې ته وسپارل شي.

د ملي پراختیا شرکت ویاند، نبي‌الله ارغندیوال وايي: «له دې امله چې د دې پروژې لومړني کارونه تر دې وړاندې بشپړ شوي وو، اوس وخت رارسېدلی چې د چارو ادارې ته یې د رسمي لېږد بهیر ترسره شي.»

اقتصادي شنونکی، عبدالله پوهان بیا وايي: «په اوسنیو شرایطو کې د دې پروژې د مدیریت چارو ادارې ته سپارل دا معنا لري چې حکومت د دې پروژې پر اهمیت لا زیات ټینګار لري، ځکه چې د چارو اداره کولای شي د پروژې د مدیریت بهیر پیاوړی کړي او د شته ننګونو په حل کې اغېزناک رول ولوبوي.»

تر دې وړاندې د کرنې وزارت د قوش‌تېپې کانال شاوخوا د ځمکو لپاره یو طرحه چمتو کړې وه، چې په پنځو اساسي برخو او ۹۱ مواردو ولاړه ده. 

په دې طرحه کې د صنعتي ښارګوټو جوړول، د کرنیزو محصولاتو بازارموندنه او د پانګه‌والو ملاتړ تر ټولو مهمې برخې بلل شوې دي

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو هوکړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*