د کابل صرافان: ا.ا. د نرخ ټاکلو پروسه ودروله

یو شمېر صرافانو په کابل کې آمو ته ویلي چې ا.ا. د دوو ورځو راهیسې په سرای شهزاده کې د نرخ ټاکلو (بولۍ) پروسه درولې ده.

د سرچینو په وینا، د ا.ا. ځواکونو د یکشنبې په ماښام سرای شهزاده او سرای حیدري ته په مندوي کې ورغلي او له لسو ډېر صرافان یې نېولي دي.

دغه صرافان وایي چې ا.ا. د صرافانو هغه واټس‌آپ او ټېلېګرام ګروپونه هم بند کړي دي چې د هماهنګۍ او د اسعارو د نرخ ټاکلو لپاره کارېدل.

د سرچینو په وینا، ا.ا. خبرداری ورکړی چې صرافان د اسعارو د نرخ ټاکلو حق نه لري او دا یوازې د مرکزي بانک دنده ده.

صرافان ادعا کوي چې ا.ا. د مالي سرچینو د کموالي له امله په بازار کې ډالر نشي وړاندې کولای او غواړي د فشار له لارې بازار تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د ا.ا. تر واک لاندې مرکزي بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې بانک د سرپرست نور احمد آغا په مشرۍ د صرافانو د اتحادیې له استازو سره غونډه شوې ده. په دې غونډه کې د افغاني ارزښت ساتنې، د احتکار مخنیوي او د اسعارو د قاچاق په اړه خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دا بانک د خپلو قانوني او ملي مسئولیتونو په چوکاټ کې په بشپړ ژمنتیا هڅه کوي چې د هېواد اقتصادي ثبات، د افغاني ارزښت ساتنه او د قیمتونو ثبات تأمين کړي.»

په همدې حال کې، د افغانيو ارزښت د ډالرو په وړاندې بې‌ساري کموالی تجربه کوي. د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فرمان له مخې د دې هېواد بهرني مرستې، په ځانګړي ډول له افغانستان سره، بندې شوې دي.

د دې پرېکړې په تعقیب، د یکشنبې په ورځ د افغاني ارزښت په څرګند ډول کم شو، او هر ډالر له ۸۰ افغانیو څخه لوړ پلورل کېږي. دغه نرخ لا هم د بدلون په حال کې دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کابل صرافان: ا.ا. د نرخ ټاکلو پروسه ودروله"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*