د کابل ښار اوسېدونکي د جنايي پېښو له ډېروالي شکایت کوي

💬0

د کابل ښار اوسېدونکي د جنايي پېښو له ډېروالي شکایت کوي

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په دې وروستیو کې د جنايي پېښو، له ډېروالي شکایت کوي.

په وروستۍ پېښه کې دېرش کلن سید نعیم چې د لغمان ولایت اصلي اوسېدونکی و، د شپې شاوخوا لس بجې په کابل کې په مرموز ډول وژل شوی دی.

د نوموړي د کورنۍ غړي وايي، هغه د کار له ځایه د راستنېدو پر مهال د نامعلومو کسانو له خوا تعقیب شوی او بیا په خپل کور کې پرې برید شوی دی.

سیدنعیم نجار و او د خپلوانو په خبره یې له هېچا سره یې دښمني نه لرله. 

له هغه یوه مېرمن او یو کوچنی زوی پاتې شوي او کورنۍ یې له حکومته غواړي چې د دې پېښې عاملین ژر تر ژره وپېژني او عدالت ته یې وسپاري.

د سید نعیم ورور، نسیم وویل: «دا پېښه د شپې شاوخوا لسو یا لس نیمو بجو کې رامنځته شوه. کله چې کور ته روان و، تعقیب شوی و او پېښه یې په خپل کور کې شوې، په داسې حال کې چې مېرمن او زوی یې هم هلته وو.»

په همدې حال کې، سیتا چې شپږ میاشتې وړاندې له ایرانه هېواد ته راستنه شوې، د غلاوو له زیاتوالي شکایت کوي. 

نوموړې وايي چې په روژې میاشت کې یې ګرځنده ټلیفون غلو یوړو او د نوموړې په وینا ټیلفون کې یې ټول مهم اسناد ساتلي وو چې اوس ورته لاسرسی نه لري.

هغې وویل: «د روژې په شپاړسمه ورځ زما موبایل غلا شو. ټول اسناد مې پکې وو. په ایران کې مې دوکان درلود او حسابونه مې په موبایل کې ثبت وو، همدارنګه کورنۍ ویډیوګانې هم.»

د کابل یو شمېر اوسېدونکي باور لري چې په وروستیو کې د غلاوو او جرمونو کچه لوړه شوې ده. 

دوی له اسلامي امارته غواړي چې د امنیت ټینګښت او د جرمونو د کمولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکی، خیرمحمد وايي: «هره ورځ څلور یا پنځه موبایلونه ورکېږي. خلک اندېښمن دي. زموږ غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې د دې وضعیت مخه ونیسي.»

په همدې حال کې، د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د جرمونو د مخنیوي او د خلکو امنیت د تأمین لپاره لازم اقدامات شوي او د جرمونو د عاملینو د پېژندلو او نیولو هڅې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع وايي: «که له پخوا سره پرتله شي، په دې کې شک نشته چې د جرمونو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې شوي دي؛ خو په دې وروستیو کې ځینې اندېښنې رامنځته شوې دي. موږ ځینې پېښې لیدلي دي او ان‌شاءالله د کورنیو چارو وزارت هوډ لري چې یوه پلاوي وټاکي تر څو په بیړنۍ توګه دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې دیارلس ورځې وړاندې، د سنوکر فدراسیون پخوانی رییس وحیدالله اصغري د کابل ښار د قلعه فتح ‌الله په سیمه کې له خپل کور سره نږدې د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی وو، چې وروسته یې جسد د کابل په یوه برخه کې وموندل شو او بله ورځ یې د عدلي طب له خوا کورنۍ ته وسپارل شو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کابل ښار اوسېدونکي د جنايي پېښو له ډېروالي شکایت کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*