د کاسا-زر پروژې پرمختګ؛ افغانستان د سیمې د انرژۍ د لېږد په مسیر کې

💬0

د کاسا-زر پروژې پرمختګ؛ افغانستان د سیمې د انرژۍ د لېږد په مسیر کې

د کاسا زر برېښنا لېږد پروژې چارې د افغانستان په خاوره کې په درېیو برخو کې نږدې ۸۰ سلنې بشپړې شوې دي.

د انرژۍ په برخه کې د سیمه‌ییزې بریښنا لېږد پروژه کاسا  زر یوه له مهمو زیربنایي او سیمه‌ییزو پروژو څخه ده چې موخه یې له منځنۍ آسیا څخه سویلي آسیا ته د بریښنا لېږدول دي.
د برېښنا شرکت مسوولینو وایي، چې د افغانستان په خاوره کې ددغې پروژې چارې نږدې ۸۰ سلنه بشپړې شوي دي.
د دغه شرکت په وینا، افغانستان د کاسا-۱۰۰۰ پروژې پلي کېدو ته ژمن دی او د پاتې برخې د بشپړولو هڅې روانې دي.

د برېښنا شرکت ویاند، محمدصادق حق ‌پرست په دې اړه داسې وايي: « هغه موده چې د دې پروژې د بشپړېدو لپاره ټاکل شوې وه، د ۲۰۲۷ کال تر پایه وه؛ خو د روان کاري بهیر له مخې، ان‌شاءالله دا پروژه به د ۲۰۲۷ کال په لومړۍ ربع کې بشپړه شي.»

تر دې وړاندې د تاجیکستان د انرژۍ وزارت اعلان کړی وو چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې چارې په قرغیزستان، تاجیکستان او پاکستان کې بشپړې شوي، خو افغانستان کې یې چارې لا هم روانې دی.
د اقتصادي چارو ځینې شنونکي باور لري چې د دې پروژې له بشپړېدو سره، به افغانستان نه یوازې د ترانزیت په برخه کې مهم رول ولري، بلکې د بریښنا د لېږد له لارې به اقتصادي ګټې او عواید هم ترلاسه کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا هم وايي: « که دا پروژه عملي شي، بې‌شکه به موږ هر کال له ۴۰ تر ۵۰ میلیونه ډالرو پورې د ټرانزیټ حق ترلاسه کړو، چې کولی شي ملي عواید زیات کړي او حکومت د پروګرامونو او سټراټیژیکو پلانونو په پلي کولو کې مرسته وکړي. د دې ترڅنګ، افغانستان به لا ډېرې او ارزانه برېښنا ته هم لاسرسی ومومي.»

د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، سیر قریشي زیاتوي: « دغه پروژه په حقیقت کې یوازې د برېښنا د لېږد یوه کرښه نه ده، بلکې د افغانستان لپاره یو مهم اقتصادي او سیاسي فرصت ګڼل کېږي. افغانستان به د منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د برېښنا د لېږد له لارې ترانزیټي عواید ترلاسه کړي، د کار زمینه به برابره شي او دا پروژه کولی شي د هېواد د بنسټیزو جوړښتونو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.»

دا په داسې حال کې ده چې  کاسا-۱۰۰۰د انرژۍ په برخه کې د سیمه‌ییزې بریښنا لېږد له مهمو طرحو شمېرل کیږي، چې بشپړول یې د افغانستان د انرژۍ د ترانزیت په برخه کې رول پیاوړی کوي او د سیمې هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکارۍ لپاره زمینه برابرولی شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کاسا-زر پروژې پرمختګ؛ افغانستان د سیمې د انرژۍ د لېږد په مسیر کې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*