د کاناډا د ځنګلونو د اور لوګي د متحده ایالاتو ختیځ په خړو دوړو پوښلی 

د کاناډا د ځنګلي اورونو لوګي د پنجشنبې په ورځ جون اتمه (غبرګولي ۱۸) بیا هم د متحده ایالاتو ښارونه په خطرناکه خړو دوړو پوښل شوي وو، الوتنې یې ځنډولې وې او په ازاده هوا کې فعالیتونه یې ګډوډ کړي وو. د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن دا پیښه د اقلیم د بدلون “سخت یادونه” بللې ده.

د متحده ایالاتو د چاپیریال ساتنې ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل چې د پلازمینې واشنګټن ډي سي اسمان خړپړ دی او د اور بوی حس کیږي.

د کاناډا د ځنګلونو دغه اور په متحده ایالاتو کې په څه دپاسه ۱۱۱ میلیون وګړو ناوړه اغیز کړی دی او له نیویارک څخه نیولې تر شیکاګو او د امریکا د اتلانتیک سمندر ساحلي ښارونو او ایالتونو اوسیدونکو ته مقاماتو خبرداری ورکړی چې خپلې روغتیا ته پام وکړي او له کوره بهر ماسک وتړي.

ولسمشر بایډن په یوه اعلامیه کې وویل: “میلیونونه امریکایان په کاناډا کې د ویجاړونکي ځنګلي اور په پایله کې د لوګي اغیزې تجربه کوي، چې د اقلیم د بدلون د اغیزو یوه بله روښانه یادونه ده.”

جو بایډن زیاته کړه چې د “اضافي اور وژونکو او د اور وژنې موادو لکه د هوایی ټانکرونو” په ګډون کاناډا ته اضافي منابع استوي، دا د ۶۰۰ امریکايي پرسونل برسیره دي چې د مۍ په میاشت کې هغه هیواد ته استول شوي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند اندریو بیټس د کانګرس په جمهوري غوښتونکو نیوکه وکړه چې د اقلیم په بدلون باور نلري.

سپینې ماڼۍ په بهر کې د لاریونونو ترسره کیدل ځنډولي چې په کې د همجنسبازانو فیستیوال او لاریون شامل دي چې ټاکل شوی وه د همدې اونۍ په ذپای کې وشي.

همداشان ملي ژوبڼ اعلان وکړ چې “د څارویو، کارمندانو او میلمنو د خوندیتوب لپاره” ژوبڼ تړي.

د واشنګټن نشنلز، په نامه د پلازمینې ډي سي د بیسبال د لیګ عمده لوبډلې اعلان وکړ چې دوی د اریزونا ډیمنډ بیکس لوبډلې پر وړاندې خپله لوبه ځنډوي.

که څه هم، د متحده ایالاتو په شمال، شمال ختیځ او ختیځ ښارونو کې ښوونځي خلاص دي، خو هغه فعالیتونه چې د ټولګیو څخه بهر او په آزاده هوا کې ترسره کیږي، لکه فزیکي تمرینونه، بند شوي یا په سرپوښلو ځایونو کې ترسره کیږي.

د کاناډا حکومت د اور د کنټرولولو لپاره د اور وژونکو سربیره سیمې ته پوځي ځواکونه استولي دي. اوس مهال تقریبا د کاناډا په ټولو لسو ولایتونو کې اور لګیدلی دی، چې د کیوبک وضعیت ترټولو خراب دی.

د وروستیو احصایو له مخې په کاناډا کې په وروستیو اورونو کې شاوخوا ۳،۳ میلیونه هکتاره ځنګلونه په بشپړه توګه له منځه تللي او تر ۱۲۰ زرو ډېر خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کاناډا د ځنګلونو د اور لوګي د متحده ایالاتو ختیځ په خړو دوړو پوښلی "

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*