
د کرنې او کاري فرصتونه په اړه د کرنې خونې او د کارګرانو اتحادیې غونډه
د کرنې او مالدارۍ خونې د کارګرو د ملاتړ او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د افغانستان د کارګرانو اتحادیه سره ګډه غونډه ترسره کړه.
د کرنې او مالدارۍ خونې رئیس وویل، د کاري فرصتونو برابرول د خصوصي سکتور له مهمو مسؤلیتونو څخه دي، او له دې امله چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی، د کرنې د سکټور وده کولای شي د بېکارۍ په کمولو او د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
د نوموړي په وینا، د کرنې او مالدارۍ خونه د کرنیزو محصولاتو د کر، تولید، پروسس او بازارموندنې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي، او که دا سکټور عصري شي، نو سلګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خانمحمد فروتن ویلي: «د کرنې په برخه کې د نوېو لارو چارو کارول کولی شي حاصلات زیات او د خلکو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.»
په همدې حال کې، د افغانستان د کارګرانو د سراسري اتحادیې رییس وویل چې دغه اتحادیه د کارګرو د حقونو د خوندي کولو لپاره ژمنه ده.
هغه زیاته کړه چې اتحادیه د کار موندنې، د مناسب مزد د معیار ټاکلو، مسلکي او تخنیکي زدهکړو، بهرنیو هېوادونو ته د کاري ځواک د لېږلو او په سترو پروژو کې د کارګرو د حقونو د تأمین لپاره هڅې کوي.
د کارګرانو د اتحادیې رییس عبدالمتین مولويزاده ویلي: «کارګران له کافي کاري خوندیتوب او د معاش له ټاکلي معیار څخه برخمن نه دي.»
د غونډې په پای کې دواړو لورو د همکارۍ د تفاهملیکونو پر لاسلیک، د ګډې کاري ډلې پر جوړولو، د کاري فرصتونو پر زیاتولو، د کارګرو پر ملاتړ او د کرنې او صنعت په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
لومړی نظر وکړئ on "د کرنې او کاري فرصتونه په اړه د کرنې خونې او د کارګرانو اتحادیې غونډه"