
د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغان کډوالو پر خوندي او باعزته ستنېدو ټینګار کړی
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي چې په څه کم درېیو کلونو کې نږدې شپږ میلیونه کسان افغانستان ته ستانه شوي؛ هغه شمېر چې د دې ادارې په وینا، په معاصر تاریخ کې په دومره لویه کچه د خلکو ستنېدل کمساري دي.
یواینایچسيار ټینګار کړی چې د ستنېدو ټول بهیرونه باید په خپله خوښه، خوندي او د انساني کرامت په ساتلو سره ترسره شي. دغې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان او دغه هېواد ته د میلیونونو ستنو شویو کسانو وضعیت هېر نه کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ لیکلي: «په څه کم درېیو کلونو کې شپږ میلیونه کسان افغانستان ته ستانه شوي دي. په معاصر تاریخ کې په دومره لویه کچه ستنېدل کمساري دي. دا ډېره مهمه ده چې هر ځای د ستنېدو ټول بهیرونه په خپله خوښه، خوندي او د انساني کرامت په ساتلو سره ترسره شي.»
په پاکستان کې د کډوالو مدافع وکیل صدیق کاکړ په دې هکله وایي: «دلته کډوالو ته هېڅ حق نه ورکول کېږي او له نړیوالو قوانینو سره سم چلند ورسره نه کېږي. دلته افغان کډوال نه منل کېږي، نیول کېږي او افغانستان ته استول کېږي.»
په همدې حال کې، یو افغان کډوال چې تازه له پېښوره افغانستان ته ستون شوی، وايي چې پاکستان پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او هغوی په جبري توګه شړي.
له پاکستانه راستون شوی محمود وايي: «په پېښور کې یې له کډوالو سره چلند ډېر خراب کړی و، نو ځکه افغانستان ته راستون شوم. دلته زموږ لپاره ځینې پروګرامونه نیول شوي وو، خو په تورخم کې ډېر وځورېدو؛ ګرمي او ګڼهګوڼه ډېره زیاته وه.»
بل لور ته، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې ۳۸۹ افغان کډوال، چې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان هم پکې شامل دي، د بېلابېلو مودو بند له تېرولو وروسته د پاکستان له زندانونو خوشې او افغانستان ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر چټک شوی او راستنېدونکو ته د سرپناه، کار او بنسټیزو خدمتونو د لاسرسي برابرول له مهمو ننګونو ګڼل کېږي.
لومړی نظر وکړئ on "د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغان کډوالو پر خوندي او باعزته ستنېدو ټینګار کړی"