
د یوناما درېمیاشتنی راپور؛ د بشري حقونو او رسنیو د ازادۍ په اړه اندېښنې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل درېمیاشتني راپور کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ښځو حقونو، د «د زوجینو د بېلتون اصولنامې»، د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو پر کار محدودیتونو او د نجونو پر زدهکړو د بندیز دوام ته اشاره کړې ده.
یوناما ویلي، د وري له ۱۲مې د چنګاښ تر ۹مې پورې یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کارکوونکو له خوا د ښځو او نارینهوو د ۳۸۹ خپلسرو نیونو او توقیفونو او د ناسم چلند ۶۵ پېښې مستندې کړې دي.
د یوناما په راپور کې راغلي:«د یوناما د بشري حقونو څانګې د حاکمې ادارې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د کارکوونکو له خوا د افغان ښځو او نارینهوو د لږ تر لږه ۳۸۹ خپلسرو نیونو او توقیفونو او ۶۵ ناسم چلند پېښې ثبت او مستندې کړې دي. دغه موارد د ښځو لپاره د حجاب د لارښوونو، د نارینهوو لپاره د ږیرې اصلاح او “لوېدیځو” وېښتو د ډولونو او همدارنګه د موسیقۍ د غږولو یا اورېدو له ادعا شویو سرغړونو سره تړاو لري.»
د ښځو د حقونو فعاله تفسیر سیاهپوش وایي:«افغانستان یو اسلامي هېواد دی او افغان ښځې په اسلامي ټولنه کې له اسلامي ارزښتونو سره ژوند کوي، ډېری یې د خپل باور له مخې حجاب مراعتوي. د دغو ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره تر ټولو ښه لار زدهکړه ده.»
یوناما په خپل راپور کې د رسنیو د کارکوونکو نیونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې دا د رسنیو لپاره د اندېښنې وړ او ستونزمن چاپېریال ښيي.
د راپور په یوه برخه کې راغلي، که څه هم اسلامي امارت د پخوا په څېر د بدني سزاوو شمېرې نه دي خپرې کړې، خو د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې پر ۱۳۷ کسانو، چې ۱۱۲ نارینه او ۲۵ ښځې پکې شاملې دي، تعزیري سزاوې پلې شوې دي.
دیني عالم حسیبالله حنیف وویل:«د عدالت ټینګښت د دولت له اساسي مسؤلیتونو څخه دی، او په دې برخه کې حدود، تعزیرات او قصاص بنسټیز اصول دي چې د هغو په رعایت سره عدالت ټینګېدای شي.»
اسلامي امارت تر اوسه د دې راپور په اړه تازه غبرګون نه دی ښودلی، خو تل یې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي. تر دې وړاندې یې هم له یوناما غوښتي وو چې په خپلو راپورونو کې د افغانستان واقعي وضعیت منعکس کړي.
لومړی نظر وکړئ on "د یوناما درېمیاشتنی راپور؛ د بشري حقونو او رسنیو د ازادۍ په اړه اندېښنې"