راشد خان: د ګربز، ابراهیم او فضل الحق پيل د افغانستان بریا ته لار هواره کړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې روان شل اوریز نړۍوال جام کې په خپله دویمه سیالۍ کې نیوزیلنډ ته د ۸۴ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې نن (شنبه د غبرګولي ۱۹مه) سهار نیوزیلنډ ته د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې هدف ورکړ چې نیوزیلنډ د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۷۵ منډې وکړې. 

افغانستان لپاره رحمان الله ګربز په ۵۶ بالونو ۸۰ تر ټولو ډېرې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. 

په دویمه پاڼۍ کې بیا افغان لوبډلمشر، راشد خان او تېز توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي هر یو څلور او محمد نبي هم دوه وېکټې واخیستې. 

راشد خان تر لوبې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې دغه بریا د افغانستان لپاره ستره بریا یاده کړه او په خبره یې، لومړۍ پاڼۍ کې د رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ او دویمه پاڼۍ کې بیا د فضل الحق فاروقي له لوري ښه پیل د افغانستان بریا ته لاره هواره کړه. 

راشد خان وویل: « دا زموږ یو له غوره کارکردګیو ده په ځانګړې توګه شل اوریزو سیالیو کې د نیوزیلنډ په څېر یو ستر ټیم پر وړاندې.»

لوبډلمشر د ګربز او ابراهیم د لومړۍ وېکټې ملګرتیا په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې زیاته کړه: « زه فکر کوم شل اوریزه لوبه کې انرژي ډېره مهمه ده، تېرو دوو لوبو کې د پیلیزو توپوهونکو یوه او دوه منډې بې سارې وې، دوی موږ ته انرژي راکړې، دوی له ۱۲ تر ۱۵  اورونو لوبه وکړه او بیا یې هم یوه او دوه منډې کولې، دا د دوی د زیار پایله ده.» 

ټاکل شوې افغان لوبډله د روان نړۍوال جام په خپله درېیمه سیالۍ کې د روانې غبرګولي میاشتې په ۲۵ مه د پاپه نیو ګیني پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي. 

افغان لوبډله د ۲۰۲۴ په شل اوریز نړۍوال جام کې له یوګانډا، وېسټ انډيز، پاپه نیو ګیني او نیوزیلنډ سره په سي (C) ګروپ کې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "راشد خان: د ګربز، ابراهیم او فضل الحق پيل د افغانستان بریا ته لار هواره کړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*