راشد خان او نور‌احمد ښې لوبې ګجرات لوبډله بریالۍ کړه

د هند سوداګریزو لوبو په لړ کې تېره شپه د ګجرات ټایټانز او ممبي اینډینز ترمنځ په لوبه کې راشد خان او نور‌احمد د ښې لوبې ترسره کولو سره خپله لوبډله بریالۍ کړه.

تېره شپه د (اپرېل ۲۵مه) د هند سوداګریزو لوبې( ای پي اېل) په ۳۵مه سیالۍ کې د ګجرات ټایټانز او ممبي اینډینز ترمنځ لوبه وشوه او په دې لوبه کې دوه افغان لوبغاړي، خان او نور‌احمد د ګجرات لوبډلې لپاره په زړه پورې لوبه ترسره کړه.

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ګجرات ممبي لوبډلې ته د ۲۰۸ منډو هدف وټاکه خو سیالې لوبډلې دا هدف پوره نه کړ او یوازې ۱۵۲ منډې یې ترسره کړې.

په دې لوبه کې افغان لوبغاړو هر یو راشد خان ۲ ویکټې او نور احمد ۳ ویکټې واخیستې چې په دې توګه راشد خان تر دې مهاله د ای پي اېل سیالیو په ډېر ویکټ اخیستونکو لوبغاړو کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د یادولو ده چې نور احمد هم په درېیو سیالیو کې تر دې مهاله ۶ ویکټي اخیستي دي.

د هند سوداګریزو لوبو په لړ کې تېره شپه د ګجرات ټایټانز او ممبي اینډینز ترمنځ په لوبه کې راشد خان او نور‌احمد د ښې لوبې ترسره کولو سره خپله لوبډله بریالۍ کړه.

تېره شپه د (اپرېل ۲۵مه) د هند سوداګریزو لوبې( ای پي اېل) په ۳۵مه سیالۍ کې د ګجرات ټایټانز او ممبي اینډینز ترمنځ لوبه وشوه او په دې لوبه کې دوه افغان لوبغاړي، راشد خان او نور‌احمد د ګجرات لوبډلې لپاره په زړه پورې لوبه ترسره کړه.

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ګجرات ممبي لوبډلې ته د ۲۰۸ منډو هدف وټاکه خو سیالې لوبډلې دا هدف پوره نه کړ او یوازې ۱۵۲ منډې یې ترسره کړې.

په دې لوبه کې افغان لوبغاړو هر یو راشد خان ۲ ویکټې او نور احمد ۳ ویکټې واخیستې چې په دې توګه راشد خان تر دې مهاله د ای پي اېل سیالیو په ډېر ویکټ اخیستونکو لوبغاړو کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د یادولو ده چې نور احمد هم په درېیو سیالیو کې تر دې مهاله ۶ ویکټي اخیستي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "راشد خان او نور‌احمد ښې لوبې ګجرات لوبډله بریالۍ کړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*