روان مالي کال پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۲۱ سلنه کمه شوې

روان مالي کال پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۲۱ سلنه کمه شوې
روان مالي کال پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۲۱ سلنه کمه شوې

د پاکستان مرکزي بانک وايي، د مالي کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې هلته بهرنۍ پانګونه کمساري کمه شوې.

د دغه بانک لخوا خپرو شوېو شمېرو کې دا کموالی ۲۱ سلنه ښودل شوی دی.

د مرکزي بانک په رپوټ کې راغلي، د روان مالي کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې یو اعشاریه ۳۲ میلیارد ډالره بهرنۍ پانګونه ثبت شوې داسې حال کې چې د تېر مالي کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې دا اندازه یو اعشاریه ۶۶ میلیارده ډالره وه.

پاکستان کې مالي کال د جولای له لومړۍ نیټې د بل کال د جون تر ۳۰مې نېټې حسابیږي.

پاکستان کې مالي کال په جولای میاشت کې پیلیږي
پاکستان کې مالي کال په جولای میاشت کې پیلیږي

دغه مالي بنسټ دا هم ویلي، چې د تېرې مې په میاشت کې په پانګونه کې ۶ سلنه اضافه کموالی راغلی دی.

پاکستان کې د ډېرې پانګونې له کبله چین د نوملړ په سر کې دی خو په دغه رپوټ کې دا ځل د چیني پانګونې د کمېدو هم ویل شوي دي.

رپوټ کاږي “په تېرو ۱۱ میاشتو کې د چین پانګونه ۱۳ سلنه کمه شوې.”

د امریکا او فرانسې لخوا هم چې پاکستان کې ډېره پانګونه لري په ترتیب ۷۳ سلنه او ۲۱ سلنه پانګونه کې کموالی ثبت شوی دی.

په رپوټ کې راغلي چې په ورته موده کې د بریتانیا او متحده عربي اماراتو په پانګونه کې شاوخوا لس سلنه زیاتولی راغلی دی.

د پاکستان مرکزي بانک لخوا د بهرنۍ پانګونې کمیدو راپور داسې مهال خپریږي چې له څه مودې راهیسې دا هېواد له سیاسي او اقتصادي کړکېچه تېرېږي او امنیتي پېښو هم سیوری غوړولی دی.

په همدې مهال د پیسو نړیوال وجهي صندوق هم پاکستان ته د پور پر وړاندې سخت شرطونه ایښي او په ښکاره یې له څو میاشتو راهیسې د پاکستان د پور غوښتنه نده منلي.

د پاکستان ماليي وزیر نن د دغو شرایطو اسانه کولو لپاره اسلام اباد کې له امریکايي سفیر سره هم کتلي چې که د پیسو نړیوال وجهي صندوق پاکستان ته په پور ورکولو راضي کړي.

په ورته مهال پاکستان کې د بېکارۍ او بې وزلۍ د ډېریدو رپوټونه ورکول کېږي او د رپوټونو له مخې د توکو بیي په بې سارې ډول لوړې شوې دي.

بل خوا، پاکستان له دې حالته د وتلو لپاره یوه ځانګړي اقتصادي شورا چې تمرکز یې د بهرنۍ پانګونې په جلبولو ده، جوړه کړې.

دغې شورا چې مشري یې لومړی وزیر شهباز شریف کوي پرون خپله لومړۍ ناسته کړي.

د رپوټونو له مخې دوی د اقتصادي حالت بیا رغونې او بهرنۍ پانګونې جذب په موخه ملي پلان بشپړ کړی او په وینا یې دا شورا به د بهرنۍ پانګونې پر وړاندې شته خنډونه لېرې کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "روان مالي کال پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۲۱ سلنه کمه شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*