ساره السید د سعودي د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وټاکل شوه

سعودي

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ساره السید د دغه وزارت د عامه دپلوماسۍ د مرستیالې په توګه وټاکله.

د امریکا غږ د خبر له مخې، ساره السید د امریکا په متحدو ایالتونو کې لوړې زده کړې کړي او له ۲۰۱۹ راپدیخوا د دغه هېواد د عامې روغتیا په وزارت کې د معین مرستیاله وه.

سعودي چارواکي وايي چې دا میرمن په امریکا او سعودي کې په بېلا بېلو ادارو کې د کار ۲۰ کلنه تجربه لري.

ساره السید د عامې روغتیا په وزارت کې د جي-۲۰ او د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون د نړیوالو ادارو سره د همغږۍ مسئوله وه.

د چارواکو په وینا هغه د سوداګرۍ، بانکدارۍ، تفتیش، بیمه او کړکیچ د مدیریت په برخو کې د کار تجربې لري.

د عربستان د بهرنیو چارو نوې مرستیالې شاوخوا ۱۵ کاله په امریکا کې ژوند کړی او په واشنګټن ډي سي کې یې د عربستان په سفارت کې هم دنده ترسره کړې ده.

د عربستان صدر اعظم شهزاد محمد بن سلمان په دې وروستیو کلونو کې په حکومتولۍ کې ځينې اصلاحات راوستي چې په بېلا بېلو برخو کې د ښځو حضور او ونډه هم په کې زیاته شوې ده.

تر دې مخکې د سعودي عربستان حکومت هیفا بنت عبدالرحمان الجدیع په اروپايي ټولنې کې د سعودي استازې او نسرین الشبل یې په فلنډ کې د عربستان سفیره ټآکلې وې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ساره السید د سعودي د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وټاکل شوه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*