د سوپرکولا زرغون افغانستان جام سیالیو پایلوبه د شدید اورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېده

په خوست کریکټ لوبغالي کې د سوپرکولا زرغون افغانستان جام دویم پړاو سیالیو پایلوبه د شدید اورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېده او د اتلولۍ جام دواړو لوبډلو ته په شریکه ورکړل شو.

د سوپرکولا زرغون افغانستان جام سیالۍ د تېرې اپرېل میاشتې په ۲۹مه په خوست کې پیل شوې وې چې نن یې وروستۍ ورځ وه او د پامیر لېجېنډز او میوند ډېفېنډرز لوبډلو پکې پایلوبې ته لار موندلې وه.

د افغانستان کرکیټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف وايي، ددې سیالیو له ترسره کېدو یې موخه دا وه چې ملي لوبډله راتلونکو سترو لوبو ته چې له سریلانکا، هند او بنګله دېش سره دي، چمتو شي او په خبره یې اسیایي جام ته هم لا پیاوړې شي.

اشرف زیاته کړي چې ورته سیالۍ د کورني کریکټ په پیاوړتیا کې هم ځانګړی رول لري. هغه زیاتوي چې په دې لوبو کې د نولس کلنې ملې لوبډلې لوبغاړو ته هم د لوبېدو چانس ورکړل شوی و څو پر ځان یې باور لا زیات شي او راتلونکو سترو لوبو ته پوره چمتو شي.

دا په داسې حال کې ده چې کریکټ بورډ د کورني کریکټ د پیاوړتیا لپاره د شپږیزې او د افغانستان پریمیرلیګ په څېر سیالۍ هم پر لاره اچوي او دمګړۍ په کندهار کې د رحمت ولي مسرور ایمرجنګ سیالۍ روانې دي.

په ورته مهال د کریکټ نړیوالې شورا د بودیجې د وېش په نوي پلان کې افغانستان ته په کال کې «۱۶.۸۲ میلیون ډالر» بودیجه په پام کې نیول شوې ده او دا بودیجه د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۷ کالونو ترمنځ ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې کریکټ بورډ د کورني کریکټ د پیاوړتیا لپاره د شپږیزې او د افغانستان پریمیرلیګ په څېر سیالۍ هم پر لاره اچوي او دمګړۍ په کندهار کې د رحمت ولي مسرور ایمرجنګ سیالۍ روانې دي.په ورته مهال د کریکټ نړیوالې شورا د بودیجې د وېش په نوي پلان کې افغانستان ته په کال کې «۱۶.۸۲ میلیون ډالر» بودیجه په پام کې نیول شوې ده او دا بودیجه د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۷ کالونو ترمنځ ورکول کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د سوپرکولا زرغون افغانستان جام سیالیو پایلوبه د شدید اورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*