پاکستان کې پر چینايي انجینرانو د برید طراح او د ټي ټي پي قومندان طارق رفیق څوک و؟

په پاکستان کې ځینو سرچینو ویلي، د پاکستاني طالبانو تحریک يا ټي ټي پي یو مهم قومندان طارق رفیق او پر چینایي انجینرانو د برید طرحه کوونکی وژل شوی دی.‌

د سرچینو په وینا، دا پېښه د افغانستان د کونړ ولایت په پېچ دره کې شوې ده.

د پاکستان یوه جګپوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته د هغه د وژل کېدو پېښې پخلی کړی، خو د افغانستان له اړخه یې رسمي تایید لا نه دی شوی.

د طالبانو يوه جګپوړي قوماندان ویلي، طارق رفيق له دوو ورځو راهيسې ورک دی، خو تر هغو يې مړينه نه شي تائيدولاى چې مړي يې نه وي ليدلی.

سرچينې زياته کړې، طارق رفيق له يو شمېر مېلمنو سره ناست و، چې يو موټر راغى، طارق په هغه موټر کې سپور شو او ويل يې لږ وخت کې به بېرته راشي، خو بيا رانغی.

بلخوا د خراسان ډایري وېبپاڼه، د یوه حکومتي چارواکي له خولې ویلي، د هغو شواهدو له مخې چې دوی تر اوسه لیدلي، طارق رفیق وژل شوی، خو په دې اړه نورو جزییاتو ته په تمه دي.

په ټولنیزو رسنیو کې داسې عکسونه هم خپاره شوي، چې ادعا کېږي د طارق رفیق له وژل کېدو وروسته د هغه عکسونه دي. خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې د طارق رفیق جنازه چېرې شوې او یا یې مړی چېرې خښ شوی دی.

طارق رفیق په تحریک طالبان پاکستان کې مهم کس بلل کېده او له ډیرې مودې راهیسې له دغه تنظیم سره تړلی و.

ټي ټي پي
د عکس تشریح، د رسمي سرچینو پر بنسټ طارق رفيق د کوهستان ضلعې په داسو بند کې پر چينايي انجينیرانو د ځانمرګي بريد پلان جوړ کړی و

د رسمي سرچینو پر بنسټ طارق رفيق د کوهستان ضلعې په داسو بند کې پر چينايي انجينیرانو د ځانمرګي بريد پلان جوړ کړی و.

هغه بريد د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۱۴ مه نېټه شوی و چې په کې نهه چينايي انجينران و وژل شول او ۲۶ تنه نور ټپیان شوي وو.

سرچينې دا هم ويلي، طارق په کراچۍ کې پر چينايي اوسېدونکو د ځانمرګي بريد لپاره د بريدګر په چمتو کولو کې له بلوچ ازادي غوښتونکي غورځنګ سره مرسته کړې وه.

خبريال مشتاق يوسفزي بي بي سي ته وويل، طارق رفيق د سوات د مټې تحصيل شېر پلام سيمې اصلي اوسېدونکی دی.

طارق رفیق د مطلوبو تورنو کسانو په ډله کې و او پر نیولو یې دوه کاله وړاندې د ۳۰ لکه روپیو انعام هم ټاکل شوی و.

د سوات په مټه کې طارق رفیق د خرابې شوې تڼۍ یا بټنې په نوم هم پیژندل کېږي.

د خبریال مجید نظامي په وینا، دا ځکه چې د ځانمرګي برید د هڅې پر مهال یې د واسکټ تڼۍ خرابه شوې وه او کار یې نه و کړی، چې وروسته تر هغه یې د “خرابې تڼۍ” په نوم مشهور شو.

که څه هم افغان چارواکو د پاکستاني طالبانو د قومندان طارق رفیق وژل کېدل نه تایید او نه هم رد کړي، خو د راپورونو له مخې طارق رفیق وژل شوی دی.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې دا لومړی ځل نه دی چې د ټي ټي پي د قومندان وژل کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم د سخت دریځو ډلو سره تړلي کسان په نښه شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان کې پر چینايي انجینرانو د برید طراح او د ټي ټي پي قومندان طارق رفیق څوک و؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*