له افغانستانه د انارو د جوس لومړنۍ جوپه امریکا ته صادره شوه

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هرات له یوې کارخونې د امریکا متحده ایالتو ته د انارو د جوس د لومړنۍ جوپې له صادارتو خبر ورکوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي چې د دغه کورني محصول صادرات د هېواد د اقتصاد په وده کې یو ارزښتمن ګام دی.

په دغې جوپه کې د انارو ۴۵ ټنه جوس شاملېږي.

اخندزاده عبدالسلام جواد طلوع‌نیوز ته وویل:«اوس اوس د پامیر کولا ۴۵ ټنه د انارو جوس، په دوه کانټینرونو کې امریکا ته صادر شول. په همدې ترتیب د څښاکو صادرات قزاقستان او جرمني ته صادرات جریان لري او په دې برخه کې پراختیايي پروګرامونه دوام لري چې وکړای شو خپل صادرات نورو هېوادونو ته هم پراخ کړو.»

د انارو د جوسو د صادرونکي شرکت د بازارموندنې څانګې مسوول وايي، دغه شرکت منځنۍ اسیا، متحده عربي اماراتو او ایران ته هم صادرات لري.

د اقتصادي چارو یو شمېر شنوونکي بیا وايي، د کورنیو تولیداتو په صادراتو کې زیاتوالی به د افغانستان د اقتصادي پراختیا ترڅنګ، ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالنصیر رښتیا وايي:«کله چې صادرات زیاتوالی ومومي او حکومت زمینه او اسانتیاوې رامنځته کړي، په هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا ډېرېږي او د پانګونې اعتبار زیاتېږي او د هغه ترڅنګ د اسعارو زېږدون رامنځته کېږي او د افغانیو پیسې ارزښت پیدا کوي.»

له افغانستانه امریکا ته د انارو د جوسو صادرات داسې مهال پېل شوي چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه، د یوې اوونۍ لپاره د امام ابوحنیفه رح دویم ملي او نړۍوال نندارتون جوړ کړ چې سلګونو کورنیو او بهرنیو سوداګرو په کې ګډون کړی وو او د شنبې پر ورځ پای ته ورسېد.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له افغانستانه د انارو د جوس لومړنۍ جوپه امریکا ته صادره شوه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*