له دولسم ټولګي فارغې افغانې نجونې په کانکور کې د ګډون په تمه دي

2
1

له دولسم ټولګي فارغه وږمه اوس په خپله سیمه کې د یو ښوونځي ښوونکې ده خو هیله لري چې لوړې زده کړې ترلاسه کړي.

په ۲۰۲۱ کال کې له ښوونځي څخه دا فارغه د هغو ګڼ شمېر افغانو نجونو په کتار کې ده چې له طالبانو هیله لري چې نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه ورکړي.

وږمې امریکا غږ ته وویل: “په دولسم ټولګي کې وم چې طالبان راغله او ښوونځۍ یې وتړلې او زموږ پر مخ کانکور ته د ورتګ لاره هم بنده شوه. زه له طالبانو غواړم چې افغان نجونو ته د ښوونځي لاره پرانیزي او په کانکور کې د ګډون اجازه ورکړي چې خپل وطن ته خدمت وکړي.”

دا نجونې په داسې حال کې پوهنتون ته د تللو لپاره د کانکور په ازموینه کې د برخې اخیستلو په تمه دي، چې طالبانو په دې ازموینه کې د نجونو پر ګډون بندیز لګولی دی.

د طالبانو د حکومت د کانکور د ازموینې ملي ادارې تېره اونۍ اعلان وکړ چې د ۱۴۰۳ کال د کانکور لومړی پړاو به په راتلونکو دوو اونیو کې ترسره شي. دغې ادارې ویلي چې په دې ازموینه کې د نجونو د ګډون په اړه پریکړه د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو پورې اړه لري.

افغانستان کې ښایي بیا د کانکور ازموینه د نجونو د ګډون پرته واخیستل شي

ادا احمدي هم له دولسم ټولګي فارغه او اوس ښوونکې ده. هغه وايي: “متاسفانه چې موږ په کانکور کې ګډون نشو کولای. هغه افغان نجوني چې لویې هیلي یې لرلې، اوس نشي کولای چې خپلو ارمانونو ته ورسیږي او دا لویه ستونزه ده.”

وږمه او ادا د خپلو لویو هیلو د پوره کولو په پار، پر نړیواله ټولنه غږ کوي چې پر طالبانو فشار راوړي او افغانو نجونو ته د ښوونځیو بیرته پرانیستلو او په کانکور کې د برخې اخیستلو لپاره هڅي کړندۍ کړي.

وږمه وايي: “هره افغانه نجلۍ یوه هیله لري، خو د ښوونځیو دروازې بندي شوې، زموږ غوښتنه له نړیوالي ټولني دا ده چې هر څومره ژر کیږي، د ښوونځیو دروازې او د کانکور د ګډون لارې زموږ پر مه پرانیستل شي.”

افغانه محصله وايي له طب څخه د فارغېدو هیله یې نیمګړې پاتې شوې

بل لور ته د میرمنو د حقونو فعالان وايي، له تعلیم څخه د نجونو منع کولو له کبله طالبان د ښځو لومړني بشري حقونه ترپښو لاندې کوي. دغه فعالان پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د افغانو میرمنو د حقونو په اړه جدي ګامونه پورته کړي.

د مېرمنو د حقونو فعالې مریم معروف اروین امریکا غږ ته وویل: “طالبان په شدت سره د میرمنو بنیادي حقونه چې زده کړه او په کانکور کې ګډون دی، له منځه وړي چې دا لوی زیان دی او طالبان ورته حاضر ندي او د شریعت په نوم دا کارونه کوي. نړیواله ټولنه باید حداکثر فشارونه پر طالبانو واچوي چې دوی د بشر حقونو منلو ته اړ شي.”

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ په اګست کې له بیاواکمن کېدو وروسته په افغانستان کې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي تر “امر ثاني” پورې وتړل او نږدې دوه کاله کیږي چې پوهنتونونو ته یې د نجونو پر تګ بندیز لګولی دی.

د نجونو زده کړه د طالب چارواکو تر منځ د اختلاف موضوع ګڼل کیږي. څه موده وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي ویلي وه چې، پر زده کړو د بندیز له کبله ولس له طالبانو څخه فاصله نیولې ده.

د شنونکو په نظر د نجونو پر زده کړو بندیز، د افغانستان راتلونکی د تیارو پر لور بیايي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له دولسم ټولګي فارغې افغانې نجونې په کانکور کې د ګډون په تمه دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*