
مسوولین: پکتیا کې له ۳۷۱ ښوونځیو ۱۶۵ یې ودانۍ نه لري
د پکتيا د پوهنې رياست وایي، په دغه ولایت کې د ۳۷۱ ښوونځیو له ډلې ۱۶۵ یې ودانۍ نه لري.
د دغه ریاست مسوولینو د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي لپاره د ودانۍ د جوړولو چارو د پیل پر مهال ویلي چې له تېر یوه کال راهیسې یې ۱۸ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړې دي.
د پکتيا د پوهنې رييس عبدالقيوم فاروقي و ویل: «پکتيا کې ۳۷۱ ښوونځي لرو چې په دې کې ۱۶۵ هغو ودانۍ نه درلودې، خو تېر کال اتلس ښوونځيو ته اساسي ودانۍ جوړې شوې او دا ودانۍ د اسلامي امارت له خپلې بوديجې جوړېږي. له دې سربېره، درې اساسي پروژې د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسواليو کې لرو چې د ښوونځيو او مدرسو ودانۍ دي. دغه راز د ښوونځيو د بیارغونې پروژې لرو چې چارې یې روانې دي.»
زده کوونکي د دې نوې ودانۍ جوړېدل ښه ګام بولي، خو د مناسب درسي چاپېريال، مسلکي ښوونکو، درسي کتابونو، عملي زده کړو او نورو اړينو اسانتياو پر برابرولو ټينګار کوي.
زده کوونکي حزبالله و ویل: «د دې ودانۍ په جوړېدو به زموږ ډېرې ستونزې حل شي، که ټولګي مجهز او لابراتوار جوړ شي او د ښوونکو د کمښت ستونزه هواره شي، نو زده کړو ته به په ښه ډول دوام ورکړو.»
بل زده کوونکي زينالله و ویل: «ښوونکي هم کم دي او د کمپيوټر مضمون لرو، خو عملي زده کړې نه راکول کېږي، يوازې يې د کتاب له مخې وايو.»
د پکتيا د پوهنې رييس هم د ښوونکو، درسي کتابونو او د ښوونځيو د سرپناه د کمښت ستونزه مني، خو وايي په يادو برخو کې تر يو بریده ستونزې هوارې شوې او د پاتې نورو د هواري ډاډ ورکوي.
لومړی نظر وکړئ on "مسوولین: پکتیا کې له ۳۷۱ ښوونځیو ۱۶۵ یې ودانۍ نه لري"