د متخصصانو خبرداری؛ مصنوعي ځیرکتیا د بشریت د نابودۍ لامل ګرځېدای شي

د ‘اوپن ‌اې‌ای’ او ‘ګوګل ډیپ‌ماینډ’ مشرانو په ګډون د ټکنالوژۍ د نړۍ یو شمېر متخصصانو خبرداری ورکړی چې مصنوعي ځیرکتیا د ځمکې له له مخ د بشریت د محوه کېدو یا ورکېدو لامل ګرځېدای شي.

دوی په دې اړه د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب مرکز پر ویب‌پاڼه یو بیان خپور کړی چې سلګونو نورو متخصصانو هم تایید کړی دی.

خو نور بیا وايي د مصنوعي ځیرکتیا د ودې له اړخه پېښ خطر دومره ستر نه دی چې دغه رپوټ کې ښودل شوی.

په دې لیکنه کې راغلي چې “د مصنوعي ځیرکتیا له اړخه د انقراض د خطر مخنیوی هم باید د وباګانو او اټومي جګړې په څېر د لویې کچې نورو خطرونو تر څنګ نړیوال لومړیتوب وي.”

د چټ جي‌پي‌ټي د جوړونکي ‘اوپن اې‌ای’ اجرائیوي مشر سام التمن، د ‘ګوګل ډیپ‌ماینډ’ اجرائیه رییس ‘دېمیس حاسابیس’ او د ‘انتروپیک’ ډاریو اموندي په هغو متخصصانو کې شامل دي،‌ چې دا اندېښنه یې تایید کړې ده.

ډاکتر جیوفري هېنټون هم چې پخوا یې لا د مصنوعي ځیرکتیا د بې کچې ودې له اړخه انسانانو ته د احتمالي پېښېدونکو خطرونو په اړه اندېښنه ښودلې وه، د دې خبرې ملاتړ کړی.

په مونتریال پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس استاد یوشوا بنجیو هم دغه بیان لاسلیک کړی.

ډاکتر هېنټون، پروفیسور بېنجو او د نیویارک پوهنتون استاد ‘یان لې‌کان’ ته د مصنوعي ځیرکتیا ډګر کې د مخکښو او بنسټیزو ګامونو له کبله د دې برخې د پلرونو خطاب کېږي.

دوی په ۲۰۱۸ کال په ګډه د ‘تورېنګ’ جایزه هم ګټلې وه،‌ چې د کمپیوټر ساینس ډګر کې یې د رغنده ونډې ښودنه کوي.

بي بي سي‌
د عکس تشریح، جیوفري هینټون بي‌بي‌سي ته ویلي و چې په دې برخه کې پر کړي کار پښیمانه دی

له دوی پروفیسور لې‌کان،‌ چې مېټا سره هم کار کوي، پر دې باور دی چې د مصنوعي ځیرکتیا له اړخه احتمالي ګواښونه پړسول شوي او حقیقت کې په دې اندازه جدي نه دي.

ځینو نورو متخصصانو هم ویلي چې د مصنوعي ځیرکتیا له ودې پېښ ګواښونه رښتیا هم دومره ستر نه دي چې د بشریت د نابودۍ لامل دې وګرځي.

د پر ینسټون پوهنتون کمپیوتر سانیسپوه ارویند نارایانان مخکې بي‌بي‌سي ته ویلي و چې علمي-تخیلي ناورین ته ورته سناریوګانې رښتینې نه دي.

هغه ویلي “اوسنۍ مصنوعي ځیرکتیا هغې کچې ته نږدې نه ده چې د داسې خطرونو د رامنځته کولو وړتیا دې ولري. نو پایله کې دې د ‘اې‌ای’ له لنډمهاله زیانونو پام اړولی دی.

د وقفې غوښتنه

اې‌ای
د عکس تشریح، د ‘اوپن اې‌ای’ مشر سام التمن د امریکا کانګرس ته هم مالومات ورکړي دي‌

رسنیو کې د مصنوعي ځیرکتیا له کبله د بشریت د انقراض یا نابودۍ احتمالي ګواښونو ته تر هغې وروسته پوښښ ورکول،‌ چې متخصصانو د روان کال مارچ میاشت په دې برخه کې نور پرمختګ لپاره هڅو کې د وقفې یا دمې غوښتونکی پرانیستی لیک رامخ ته کړ.

‌په دوی کې د ټېسلا مشر اېلون مسک هم و.

په دغه لیک پوښتل شوي وو چې ایا موږ باید داسې “غیر انساني اذهانو ته وده ورکړو چې بالاخره یې ښايي شمېر تر انسانانو واوړي، تر موږ ډېر هوښیار وي، موږ منسوخ کړي او ځای مو ونیسي”.

خو دا نوی کمپاین له هغې سره په توپیر یو لنډ بیان دی او دې ته طرحه شوی چې په دې تړاو بحثونو ته ور پرانیزي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د متخصصانو خبرداری؛ مصنوعي ځیرکتیا د بشریت د نابودۍ لامل ګرځېدای شي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*