
ملګري ملتونه افغانستان ته د نړۍ د نه پاملرنې له پایلو خبرداری ورکوي
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) مشر الکساندر ډي کرو له فارن پالیسي سره په خبرو کې د نجونو د زدهکړو او د ښځو د کار پر حق ټینګار کړی دی.
الکساندر ډي کرو ویلي، د ښځو او نجونو د رول له پامه غورځولو سره د افغانستان پرمختګ ناشونی دی او د دې مسئلې لپاره باید یوه حللاره وموندل شي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر ویلي: «دا زموږ لپاره یوه ډېره مهمه مسئله ده. دا چې نجونې له ۱۲ کلنۍ وروسته ښوونځي ته نه شي تللی، په بشپړه توګه د منلو وړ نه ده. د پراختیا له پلوه هم دا پالیسي مناسبه نه ده. د افغانستان په څېر هېواد کې چې اړتیاوې یې ډېرې دي، د نیمایي نفوس وړتیاوې نه شي له پامه غورځول کېدای.»
نوموړي ویلي، د ښځو د کار او د نجونو د زدهکړو حق د ملګرو ملتونو ټولو غړو هېوادونو ته مهم دی او په دې اړه وخت ناوخت د افغانستان له واکمنو چارواکو سره خبرې کېږي.
الکساندر ډي کرو له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر دوامدار تعامل هم ټینګار کړی او افغانستان ته یې د نړیوالې ټولنې د شا اړولو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
نوموړي ویلي: «زما په اند، له ټولو اختلافونو او هغو مسئلو سره سره چې موږ ورسره په بشپړه توګه مخالف یو، باید له داسې یوه هېواد سره تعامل وکړو چې نن له هر اړخه له جدي ننګونو سره مخ دی. که نن افغانستان ته شا واړوئ، په ډاډ سره ویلی شم چې پنځه یا لس کاله وروسته به یې پایلې موږ پخپله ووینو.»
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر د راستنېدونکو کډوالو د مدیریت او د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ملاتړ هم مهم بللی دی.
نوموړي ټینګار کړی چې د کوکنارو د کښت او نشهیي توکو د تولید د له منځه وړلو لپاره د افغانستان او ملګرو ملتونو اوسنۍ تګلارې ښې پایلې لرلې دي.
لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه افغانستان ته د نړۍ د نه پاملرنې له پایلو خبرداری ورکوي"