ملګري ملتونه: افغانستان کې د تودوخې درجه د نړیوالې کچې له اوسط څخه هم په چټکه لوړیږي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” وايي،چې افغانستان په ډیره لوړه کچه د اقلیم د بدلون د ناوړو اغیزو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د یکشنبې په ورځ د جولای ۱۶ (چنګاښ ۲۵) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی، چې په ډیره لوړه کچه د اقلیم د بدلون او د طبیعي پیښو د ناوړو اغیزو سره مخ دی.

اوچا ویلي: “سختې وچکالۍ لا د شدت په حالت کې دي ، معیشت له منځه وړي او لوږه زیاتوي، حرارت د نړیوالې کچې له اوسط څخه په چټک ډول لوړ روان دی، د چاپیریال تخریب ګواښوي او معیشت د ګواښ سره مخ کوي”.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، چې افغانانو د تیرو څو لسیزو په اوږدو کې د اقلیم د بدلون د اغیزو سره د مقابلې په برخه کې د پام وړ انعطاف ښودلی، خو اوس هغوی د اقلیم د اغیزو سره د مقابلې لپاره په عاجل ډول ملاتړ ته اړتیا لري.

ددې دمخه کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر د روان ۲۰۲۳ کال د مۍ په میاشت کې په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې افغانستان په نړۍ کې څلورم هیواد دی، چې مخ په زیاتیدونکي ډول د اقلیم او د طبیعي پیښو د اغیزو سره مخ دی.

اروپايي ټولنې ویلي و: “د اقلیم بدلون پر مونږ ټولو اغیز کوي، خو افغانستان ددغه بدلون تر نورو ډیر زیانمنوونکو هیوادونو کې شامل دی او د ۱۸۱ هیوادونو په نوملړ کې یې ۱۷۶ ځای نیولی دی. ډیر پرله پسې ناورینونه لکه وچکالي او سیلابونه به د افغانانو ژوند لا د ګواښونو سره مخ کړي.

اروپايي ټولنې په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د اوږدو لسیزو جګړو او د وروستیو کلنو پرله پسې وچکالۍ ته په اشارې ویلي، چې د پرله پسې وچکالۍ دوام دا ښيي، چې د اقلیم بدلون له وړاندې د افغانانو په ژوند ناسمې اغیزې کړي دي.

د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت د تیر لمریز کال د لړم په میاشت کې ویلي و، چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون دغه هیواد ته تر دوو میلیاردو ډالرو پورې زیان رسولی دی.

د افغان حکومت د پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت په یوراپور کې په تیر کال کې د طبیعي پيښو څخه د پیښ شویو زیانو په اړه ویلي، چې په تیر لمریز کال کې په ټول افغانستان کې په طبیعي پیښو کې ۱۲۰۲ تنه مړه شوي او ۲۱۵۹ تنه نور زخمي شوي دي.

همداشان تیر لمریز کال کې په طبیعي پیښو کې ۸۰۸ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي ۲۳۱۴۰ کورونه په جزوي توګه زیان لیدلي او ۱۴۷ زره جریبه ځمکه په سیلابونو کې تخریب شوې ده.

ملګرو ملتونو هم ویلي، چې د افغانستان اکثره برخې د دریو پرله پسې کلنو لپاره د وچکالۍ د اغیزو لاندې دي. د پرله پسې وچکالۍ له امله د افغانستان په لویدیځو او جنوبي سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه کمه شوې او ځمکې لاندې د اوبو ذخیرې د کابل په ګډون د ځمکې تل ته تللي دي.

اوس مهال کابل، د څو میلیونو اوسیدونکو د یو ښار په توګه د څښلو د پاکو اوبو د کمبود د ستونزې سره مخ دی او د ځمکې لاندې ډیر څاه ګان وچت شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې ۲۱.۲ میلیونه وګړي د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نلري.

دغې ادارې ویلي، چې شاوخوا ۴۷۹ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري ترڅو په روان ۲۰۲۳ کال د افغانانو د اوبو او حفظ الصحې ستونزې پرې هواري کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: افغانستان کې د تودوخې درجه د نړیوالې کچې له اوسط څخه هم په چټکه لوړیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*