ملګري ملتونه: د ښځو پر کار بندیز افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر کمزوری کړی

💬0

ملګري ملتونه: د ښځو پر کار بندیز افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر کمزوری کړی

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې ویلي، یو کال کېږي چې په ټول افغانستان کې د دغه سازمان دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو پر ورتګ بندیز لګېدلی او دا بندیز لا هم پر خپل ځای دی.

د دغه بنسټ په وینا، دغو «بې‌ساري محدودیتونو» د ملګرو ملتونو او د هغوی د همکارو بنسټونو فعالیتونه او ښځو، نجونو او د هغوی کورنیو ته د اړینو مرستو رسولو وړتیا کمزورې کړې ده.

په راپور کې راغلي: «د نړۍ په هېڅ بل ځای کې ښځې د خپل جنسیت له امله د ملګرو ملتونو دفترونو ته له ننوتلو نه منع کېږي. دا ډول محدودیت د ملګرو ملتونو په ۸۰ کلن تاریخ کې بې‌ساری دی.»

دغه بنسټ ټینګار کړی چې دا محدودیتونه نه یوازې پر افرادو، بلکې پر کورنیو، ټولنو او د افغانستان پر اقتصادي پراختیا هم اغېز کوي او د ملګرو ملتونو د فعالیتونو لپاره د افغان ښځینه کارکوونکو «بشپړ، برابر او له خنډ پرته ګډون» اړین دی.

د راپور په یوه برخه کې راغلي: «له افغان ښځینه کارکوونکو پرته، ملګري ملتونه نه شي کولای ښځو او نجونو ته له فرهنګي شرایطو سره سمې مرستې ورسوي. په افغانستان کې ښځو ته مرستې باید د ښځو له لوري وړاندې شي.»

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې یو ځل بیا د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي چې ښځینه کارکوونکو، د ملګرو ملتونو، همکارو بنسټونو او نورو نادولتي موسسو ښځینه کارکوونکو ته کاري ساحو، دفترونو او نورو کاري ځایونو ته له خنډ پرته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

ورته مهال د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ویاند، سیف‌السلام خیبر طلوع‌نیوز ته ویلي، هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهیسې د ښځو حقوق تامین شوي او په دې اړه هر ډول څرګندونې د مغرضانه نیت له‌مخې کیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: د ښځو پر کار بندیز افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر کمزوری کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*