ناټو اروپا کې د خپل تاریخ تر ټولو ستر پوځي تمرینونه پیل کړي

ټاکل شوې د ناټو دغړو هېوادونو ۲۵۰ الوتکې په دغو تمرینونو کې ګډون وکړي، چې یوولس ورځې به روان وي.

د چارو څارونکي په دې باور دي چې ناټو غواړي د دغه راز ستر تمرین په ترسره کولو، خپلو غلیمانو ته یو سیاسي پیغام ورکړي او غواړي هغوی ته ووايي چې د ټلوالې د غړو هېوادونو د خاورې د هر لوېشت دفاع ته چمتو ده.

دا په ۱۹۴۹ م کال کې د شمالي اتلانتیک تړون “ناټو” له جوړېدو راهیسې د هوايي دفاع درویشتم (۲۳) او ترټولو ستر تمرین دی.

په دغه پوځې تمرین کې د ناټو ۲۵ هېوادونه ګډون کوي او ټاکل شوې یوازې امریکا دې مانورو ته خپلې سل الوتکې د اتلانتیک سمندر له پورې غاړې ور ولېږي.

دا پوځي مانورې چې پرون د جون پر ۱۲ پیل شوې د روانې میاشتې تر ۲۳ نېټې دوام کوي.

ناټو وايي ګډونوال هېوادونه د کړکېچ مهال لپاره د چمتووالي روزنه ترلاسه کوي.

که څه هم دې پوځي مانورو لپاره له تېرو څلورو کلونو تیاری کېده، خو داسې مهال کې یې تر سره کېدل چې د اوکرایین او روسيې ترمنځ هراړخیزه جګړه روانه ده، دې کړنې ته لا ډېر پام ور اړولی.

ناټو

د چارو څارونکي وايي، ناټو په دغه ستره کچه د پوځي مانورو په ترسره کولو سیاسي پیغام ورکول غواړي.

کارپوهان په دې باور دي چې ناټو خپلو غلیمانو ته دا ور په ګوته کوي چې “د خپلې سیمې د هر لوېشت دفاع ته چمتو ده.”

په دې مانورو کې د ناټو ټلوالې څه د پاسه ۱۰ زره سرتېري هم ګډون کوي.

په دغو تمرینونو کې، په بېړني حالاتو کې د هوايي ډګر له لارې د خلکو د ایستنې عملیات هم شامل شوي.

د وګړ ایستنې مانوره ظاهرا وروسته له هغه د روان تمرین برخه شوه چې ۲۰۲۱ م کال کې له افغانستان د وګړ ایستنې ماموریت له ګډوډۍ و بې نظمیو ډک و.

ناټو کړکېچنو حالاتو ته د ځان چمتو کولو سربېره، دلته د ځواک ننداره وړاندې کوي او تمه لري چې خپل سیالان تر اغېز لاندې راولي، خو وبه لیدل شي چې ایا همدا موخه ترلاسه کوي او که دا ګام به یې له ځانه سره څنګزنې اغېزې هم ولري؟

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ناټو اروپا کې د خپل تاریخ تر ټولو ستر پوځي تمرینونه پیل کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*