نجونې په کانکور کې د ګډون او د پوهنتونونو د پرانیستو غوښتونکې دي

1
0

د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکوز ازمویني د رارسېدو په درشل کې ځينې زده کوونکې نجونې په دغې ازموینه کې د ګډون د محرومیته په تړاو اندېښمنې دي.

د دې سربېره بیا هم ځينې نجونې هیلې‌منې دي چې د هلکانو ترڅنګ له دوی هم ازموینه واخیستل شي.

له ښوونځي فارغه صفیه هیله‌منه ده چې، د کانکوز ازموینه کې ورته د ګډون اجازه ورکړل شي، او د خپلې خوښې پوهنځۍ ته بریالۍ شي. هغه د طلوع‌نیوز خبریالې ته وايي:«کله چې موږ له ښوونځي فارغې شوو، هیله مو لرله چې له موږ د کانکور ازموینه اخلي. موږ هغه فورمې چې اسلامي امارت ښوونځیو ته استولې وې هم ډکې کړې، وروسته یې له موږ د کانکور ازمیونه وا نه‌خیسته. هغه ټولګيوال مو چې هلکان وو، فارغ شوي؛ خو موږ بې برخلیکه پاتې یو.»

زده‌کوونکې فهیمه هم وايي:«درې کاله کېږي چې نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته نه‌دي تللي، د پوهنتونونو دروازې پرې تړلې دي؛ خو زه په خپله د دغو درې کلونو په لړ کې هېڅ ناهیلې شوې نه‌یم.» 

بل پلو، یو شمېر محصلې نجونې یو ځل بیا د دوی پر مخ د پوهنتونونو پر نه پرانېستل کېدو نیوکه کوي. دوی له سرپرست حکومته غواړي چې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ د پوهنتونو  او ښوونځيو دروازې پرانېزي.

محصله نورافګن څرګندوي:«د پوهنتون په درېیم ټولګي کې وم چې د پوهنتونونو دروازې یې د نجونو پر مخ وتړلې، وروستۍ کال مې پاتې و، د دې په هیله چې، پاتې یو کال ووایم او فارغه شم؛ خو له بده مرغه، ونه‌توانېدم چې، د پوهنتون څلورم کال پېل کړم.»

له دې سره هم‌مهاله، د پوهنتون ځينې استادان وایي چې د پوهنې د دروازې د نه پرانیستل کېدو بابېزه ګڼل ناوړه پایلې لرلای شي.

د پوهنتون استاده تفسیر سیاه پوش طلوع‌نیوز ته وايي:«د علم او زده‌کړې د دروازو د تړلو پاتې کېدو په پام کې نه‌نیول به ښې پایلې ونه‌لري، په ځانګړې توګه د دغه هېواد ښځو ته. د دې په هیله چې، د اسلامي امارت حکومت پاملرنه وکړي څو موږ له ډېرو ستونزو سره مخ نه‌شوو.»

دا په داسې حال کې ده چې، د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی و چې، د ۱۴۰۳کال د کانکوز ازموینې لومړی پړاو د غبرګولي میاشتې پر اوولسمه په شپاړسو ولایتونو کې اخیستل کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نجونې په کانکور کې د ګډون او د پوهنتونونو د پرانیستو غوښتونکې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*