امریکا ته یو تازه راغلی افغان کډوال “نصرت احمدیار” په ډزو ووژل شو 

نصرت احمدیار

په امریکا کې میشت افغان تبعه نصرت احمدیار چې د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي او شاوخوا ښارونو کې یې د ټکسي موټر چلولو دنده ترسره کوله، په ډزو وژل شوی دی.

د واشنګټن ډي سي پولیس وايي، دا پېښه د سه شنبې په ورځ جولای څلورمه (چنګاښ ۱۳) د دغه ښار په شمال ختیځه سیمه کې شوې ده. د پوليسو په وينا مرمۍ د نصرت په خیټه لګیدلې او هغه د پیښې په ځای کې ساه ورکړې ده.

د لفټ ټکسي موټر چلولو شرکت چې نصرت ورته په خپل شخصي موټر کې کار کاوه، په یو بیان کې چې د فاکس نیوز خبري شبکې خپور کړی د نصرت کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د لفټ په بیان کې ویل شوي: “زموږ زړونه د ښاغلي نصرت له خپلوانو سره دي چې له دې نه جبرانېدونکې غمیزې سره مخ شوي دي. موږ د هغه له کورنۍ سره د خپل ملاتړ د څرګندولو لپاره اړیکه نیولې او له مقاماتو سره په تماس کې یو چې په تحقیقاتو کې مرسته وکړو.”

د واشنګټن ډي سي د پولیسو څانګه د دې پیښې په اړه څیړنه کوي او د هغو معلوماتو لپاره یې ۲۵ زره ډالر انعام ټاکلی چې د نصرت د وژنې د عامل یا د مرتکبینو د نیولو لامل شي.

واشنګټن ډي سي ته څېرمه مېشتو یو شمېر افغانانو د نصرت احمدیار له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او له هغوی سره یې د مالي مرستو په موخه د مرستو راټولولو پروګرام پیل کړی دی.

د مرستو د راټولولو د تنظیم کوونکو په وینا، نصرت په دې وروستیو کې له خپلو پنځو ماشومانو او میرمنې سره د ښه ژوند په هیله امریکا ته راغلی و. د پنجشنبې تر ورځې جولای تر شپږمې پورې، د نصرت د کورنۍ لپاره، په ځانګړې توګه په امریکا کې د مېشتو افغانانو له خوا د څه دپاسه ۱۶ زرو ډالرو مرستې راټولې شوې وې.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو لیکلي چې نصرت احمدیار د افغانستان د پخواني حکومت د وسله والو ځواکونو غړی و او له افغانستان څخه د پوځيانو د ایستلو د پروګرام پر مهال امریکا ته لېږدول شوی و.

د وسله وال تاوتریخوالي د آرشیف د شمېرو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې په امریکا کې څه باندې ۲۲۱۰۰ کسان د وسله وال تاوتریخوالي په پېښو کې وژل شوي، چې له دې جملې څخه ۹۷۳۰ یې قصدي او غیر قصدي وژنې دي او تر ۱۲۳۰۰ ډېر یې ځان وژنې دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امریکا ته یو تازه راغلی افغان کډوال “نصرت احمدیار” په ډزو ووژل شو "

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*