نیمروز کې د ورکې شوې ۱۹ کسیزې ډلې د پاتې ۱۴ غړو مړي هم وموندل شول

💬0

نیمروز کې د ورکې شوې ۱۹ کسیزې ډلې د پاتې ۱۴ غړو مړي هم وموندل شول

د نیمروز ځايي چارواکي وایي، د هغو څوارلسو ځوانانو مړي موندل شوي، چې ایران ته د قاچاقي سفر پر مهال د دغه ولایت په دښتو کې ورک شوي وو.

دغه څوارلس کسان د هغې ۱۹ کسیزې ډلې غړي وو چې دوه اوونۍ مخکې د نیمروز په دښتو کې ورکه شوې وه؛ خو د پنځو کسانو مړي یې تېره اوونۍ موندل شوي وو.

دغه ټول قربانیان د بادغیس اوسېدونکي وو، چې غوښتل یې د کار کولو لپاره په ناقانونه ډول ایران ته ولاړ شي خو د لارې په اوږدو کې یې د تندې او سختې ګرمۍ له امله ساه ورکړې ده.

د نیمروز د والي ویاند، عبدالمتوکل توحیدي و ویل: «د هغو ۱۴ کسانو مړي موندل شوي چې د نیمروز په دښتو کې نادرکه شوي وو. د اسلامي امارت ځواکونو د خلکو په همکارۍ په مارګو دښته کې پیدا کړي دي. ټول د بادغیس ولایت اوسېدونکي دي.»

د کار په لټه کې د دغو ځوانانو غمجنې مړینې ډېر هېوادوال خواشیني کړي دي.
 
د نیمروز اوسېدونکي، فرهاد و ویل: «دا ځوانان د چکر لپاره نه وو تللي. بې‌کاري او اقتصادي ستونزو اړ کړي وو چې ګاونډي هېواد ته د کار لپاره ولاړ شي. که په هېواد کې د کار زمینه برابره شي، ځوانان به خپل ژوند له ګواښ سره نه مخ کوي.»

د نیمروز بل اوسېدونکي، تیمورشاه و ویل: «دا ډېر خواشینوونکی خبر دی. دغو ځوانانو د بې‌کارۍ له امله خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړ.»

انساني قاچاق کوونکي د ډېرو پیسو په بدل کې افغان ځوانانو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته د ناقانونه سفر زمینه برابروي.

یو شمېر هېوادوال د انساني قاچاق کوونکو ډلو پر وړاندې د جدي مبارزې غوښتنه کوي.

د مدني ټولنې فعال، سید اشرف سادات په دې اړه و ویل: «ځوانان د ناقانونه کډوالۍ اصلي قربانیان دي. قاچاقبران په بېلابېلو چلونو ځوانان دې ډول سفرونو ته هڅوي، خو کله چې ستونزه رامنځته شي، همدغو ځوانانو ته شا کوي او په سوځنده دښتو کې یې پرېږدي چې له اوبو او خوړو پرته خپل ژوند له لاسه ورکړي. که ګاونډي هېوادونه کارګرانو ته اړتیا لري، غوره ده قانوني لارې چارې رامنځته شي، څو دا ډول قربانۍ پای ته ورسیږي.»

که څه هم اسلامي امارت ګاونډیو هېوادونو ته د افغانانو ناقانونه سفرونه منع کړي؛ خو لا هم ډېر ځوانان د شپې له خوا د نیمروز له لارې په قاچاقي ډول ایران ته ځي.

د نیمروز ځايي چارواکي وایي چې ډېری وخت انساني قاچاق کوونکي د ځوانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او هغوی په دښتو کې بې برخلیکه پرېږدي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نیمروز کې د ورکې شوې ۱۹ کسیزې ډلې د پاتې ۱۴ غړو مړي هم وموندل شول"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*